د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۲

پاکستاني پوځیان افغان هوایي ځواک روزي


امریکا افغانستان ته د څو پوځي الوتکو د ورکولو ژمنه کړې چې دا یې یوه بېلګه ده.
امریکا افغانستان ته د څو پوځي الوتکو د ورکولو ژمنه کړې چې دا یې یوه بېلګه ده.

د افغانستان د هوایي ځواکونو د روزنې کار پاکستاني افسرانو ته سپارل کيږي. دا مساله یوې امریکایۍ ورځپاڼې په ډاګه کړې ده او څرګندوي چې افغان پیلوټانو ته به په پاکستان او بیا کابل کې روزونه ورکړل شي

د انټرنشنل هارلډ ټربیون ورځپاڼې په وینا د یو میلیارډ ډالرو په ارزښت به یو تړون د افغانستان د هوایي ځواک د روزنې لپاره لاسلیک شي. د ورځپاڼې په باور دا تړون به د یو شمیر جزییاتو له څیړنې وروسته د دو امریکایي او پاکستاني خصوصي شرکتونو او د افغانستان د دفاع وزارت ترمنځ لاسلیک شي. د رپوټ له مخې له یو څو جزییاتو پرته د تړون پر اکثرو برخو موافقه شوې ده.

انټرنشنل هارلډ ټربیون څرګندوي چې لومړی امریکا غوښتل پوه شي چې د پکستان هوایي ځواکونه په دې اړه څه نظر لري، خو هغوی د سیاسي مسالو لپاره او د روزونکو ژوند ته د ګواښونو لپاره دا تړون رد کړ.

بیا وروسته امریکا هڅه وکړه چې دا تړون په اسلام اباد کې د دفاعي چارو له یوه خصوصي شرکت سره وکړي.

د ورځپاڼې په وینا د پاکستان د پوځ کوم پخواني افسران او روزونکي چې په دې تړون کې ګډون کوي، ډير ښه مالي امتیازات به ترلاسه کړي. د پاکستان د هوایي ځواک متقاعد روزونکي به شاوخوا څلورسوه افغانان په کابل کې د پیلوټۍ، د الوتنې د انجنیرۍ او د لوژیستک او څارنې په برخو کې وروزي.
د دې پروګرام له مخې تر دوه زره دیارلسم میلادي کال پورې به د افغانستان هوایي ځواک په جنګي الوتکو، سترو ترانسپورتي الوتکو او روسۍ توپ لرونکو هیلي کوپترو سمبال او فعال وي.

هارلډ ټربیون ورځپاڼه څرګندوي چې مخکې تر دې چې افغان پیلوټان د هوایي ځواک په اکاډیمۍ کې شامل شي دوی ته به په پاکستان کې انګلیسي ژبه ورزده شي. د انګلیسي د زده کړې په برخه کې ورځپاڼه هغو اولس افغانانو ته اشاره کوي چې د روان کال په جون کې یې د جنګي الوتکو د پیلوټۍ د زده کړې لپاره د امریکا په تکزاس کې تعلیم کاوه او بیا تري تم شول.

همداراز ویل شوې دي چې له هغو پاکساني روزونکو سره به تړون وشي چې پښتو غږیږي څو د افغانستان دهوایي ځواک کارکوونکي له انګلیسي ژبې استادانو او روزونکو سره د الوتنو پر مهال ستونزې ونه لري.افغان هوایي ځواکونو ته به لومړی پاکستاني روزونکي زده کړې ورکوي بیا به پرمختللې زده کړې له امریکایي استادانو ترلاسه کوي.
XS
SM
MD
LG