د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۱

د اوباما سلاکار له افغان محصلینو څخه لیدنه وکړه


د اسلامي کانفرانس لپاره د امریکا د ولسمشر بارک اوباما سلاکار راشد حسین
د اسلامي کانفرانس لپاره د امریکا د ولسمشر بارک اوباما سلاکار راشد حسین
د اسلامي کانفرانس لپاره د امریکا د ولسمشر بارک اوباما سلاکار چې افغانستان ته د دولتي چارواکو ترڅنګ د دیني عالمانو او محصلینو سره د لیده کاتو په هدف افغانستان ته راغلی وايي چې هېواد به يي له افغانستان سره په مختلو برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

راشد حسین د دوشنبې په ورځ د کابل پوهنتون له محصلینو سره د لیدنې او د هغوي د پوښتنو د ځوابولو پرمهال وویل چې د افغانستان عالمانو هم ورسره په خبرو کې په دې ټینګار کړې چې امریکا باید د افغانستان د ثبات او امنیت په برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي:

(موږ په افغانستان کې د عالمانو له شورا، خلکو او افغان مشرانو سره ولیدل او هغه څه چې مو ترې واورېدل هغه دا وه چې متحده ایالات باید د افغانستان د ترقۍ او امنیت په ډګر کې له افغان حکومت سره په ګډه کار وکړې او خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

دینې عالمانو موږ ته دا هم وویل چې ډیر يي زړه غواړي چې د ملکي وګړو په وړاندې د تاوتریخوالي پرضد غږ پورته کړې خو امنیتي تهدیدونو زیات دي.)

د اوباما دغه ځانګړي صلاکار دغه راز وویل چې د امریکا متحده ایالات به همدارنګه له افغانستان سره د روغتیا او پوهنې په ډګرونو کې هم خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

په دې اړه راشد حسین افغان محصلینو ته د امریکا له خوا ورکړل شوېو تحصیلي بورسونو یادونه وکړه:

(متحده ایالات سږ کال ۵۴ محصلینو ته د فولبرایټ د زده کړو بورسونه ورکوي چې په متحده ایالاتو کې به زده کړې کوي.

دغو محصلینو دلته هم په ښه توګه زده کړې کړې وې او موږ ویاړو چې ورته د نورو زده کړو زمینه برابروو. دوي به په امریکا کې تر زده کړو وروسته بیرته خپل هېواد ته راځي او دلته به د تعلیمي سیسټم په پرمختګ کې خپل رول ادا کوي.)

په افغانستان کې د نړېوالو ځواکونو د حضور او له افغان حکومت سره د پروګرامونو په تطبیق کې د هغوي د شراکت پرموضوع په داسې حال کې خبرې کیږي چې په راتلونکي میلادي کال کې به افغان ځواکونو ته د مسولیتونو د انتقال بهیر پیل شي.

په عین حال کې ځیني خلک بیا اندېښنه څرګندوي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د موضوع پر سر وروستي بحثونه د مخالفینو روحیه پیاوړې کوي.

مجاهد جواد
XS
SM
MD
LG