د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۳

جیلاني:په۸۰ ولسوالیو کې د سیمه اېزو ادارو د پیاوړي کېدو لپاره یو نوی پلان لرو


 د افغانستان د سیمه اېزو ارګانونو د خپلواک ادارې رئيس غلام جیلاني پوپل
د افغانستان د سیمه اېزو ارګانونو د خپلواک ادارې رئيس غلام جیلاني پوپل
د افغانستان په لېرو پرتو سیمو کې د دولتي ادارو کمزورتیا او په ځینو کې ان نشتوالی تر اوسه پورې د یوې لویې ستونزې په توګه پاتې ده، چې د مشرانو جرګې هم پرې په خپلې عمومي غونډه کې بحث وکړ.

د مشرانو جرګې د زیاترو غړو شکایت دا وه چې په یو شمېر ولسوالیو کې بې سواده کسان د ولسوالانو په توګه ټاکل شوي دي او له همدې امله هلته دولتي ادارې نه شي پیاوړي کېدای.

د افغانستان د سیمه اېزو ارګانونو د خپلواک ادارې رئيس چې مشرانو جرګې خپلې غونډې ته وربللی و، تایید کړه چې دغه ستونزه په ځانګړې توګه په ناامنو ولسوالیو کې موجوده ده.

غلام جیلاني پوپل وویل، د دې ستونزې د هواري لپاره به افغان دولت یو نوی پلان پلي کړي:

(موږ ډیره اندیښنه لرو، چیرته چې امنیت خراب دی، د حکومتوالۍ کیفیت هم په کې خراب دی. لکه دلته چا وویل، چې په زابل کې یو ولسوال الف ته منار وايي، زه وایم چې داسې ولسوالان هم لرو چې الف ته ډانګ وايي.

ځکه چې هلته بل څوک نه ځي، سناتور صاحبان خبر دي، په زابل کې داسې ولسوالۍ دي چې یوازې یو ولسوال او د امنیې قومندان په کې دي او ولسوال یې هم هغه کس دی چې کور یې هلته نږدې وي.

ددې ستونزې د هوارولو لپاره موږ د اتیا نا امنو ولسوالیو لپاره د حکومتوالی پیاوړتیا په نوم یو نوی پروګرام پیل کړی. پیل مو له مارجې او نادعلي نه کړی دی. )

ښاغلي پوپل په دې برخه کې د افغان دولت له خوا د ازادې سیالې له لارې د ولسوالانو د ټاکنې پروګرام ته هم اشاره وکړه چې په دې وروستیو کې پیل شوی دی.

نوموړي وویل، په راتلونکو شپږو میاشتو کې به د ټولو ولسوالیو لپاره د ازموینې لپاره وړ کسان د ولسوالانو په توګه وټاکل شي.

په عین حال کې د مشرانو جرګې اداري پلاوي د سیمه اېزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د رئیس څرګندونې تر یوه حده د قناعت وړ وبللې او ویې ویل چې دغو ناستو ته به ادامه ورکوي.

ځینې انتقاد کوونکي وايي چې له افغانستان سره د نړېوالې ټولنې له شوېو مرستو سره سره د دغه هېواد په اکثرو لرو پرتو سیمو کې حکومتي ادارې کمزورې دي او خلکو ته د خدمت کولو جوګه نه دي.

خو د افغانستان د سیمه اېزو ارګانونو خپلواکه اداره تمه لري چې د خپلو نویو پروګرامونو په پلي کولو سره به دغه ستونزه تر یوه حده هواره کړای شي.
XS
SM
MD
LG