د پكتيا د والي وياند روح الله سمون وايي، چې عمليات د زرمت ولسوالۍ په كوتيخېلو سيمه كې شوې، چې په ترڅ كې يې شپږ وسله وال طالبان او دوه ملكي وګړي وژل شوي او بهرنيو ځواكونو ۳ تنه ځانه سره هم وړي دي.
سمون زياتوي چې دغه عمليات بېګا شپه ۲ بجې پيل شوي و او د سهار تر پنځو بجو پورې يې دوام وكړ.
د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم د پېښې د تاييد تر څنګ وايي، چې په دې بريد كې يې ۶ بهرني عسكر وژلي او د دوى له لوري هم پنځه تنه طالبان وژل شوي.
مجاهد زياتوي چې په دې مخامخ جګړه كې د بهرنيو ځواكونو دوه تنه سرتېري ټپيان شوي هم دي.
بل خوا وسله والو طالبانو ادعا كړې چې د دې ولايت د څمكنيو ولسوالۍ په بګياړو سيمه كې يې د سرحدي پوليسو يو رېنجر موټر په ماين الوزولى او په كې سپاره څلور سرتېري وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
د دغې ډلې ولسوال سعادت خان ياده پېښه تاييدوي او زياتوي چې چاودنه د سرحدي پوليسو په موټر پسې شوې خو چاته په كې زيان نه دى اوښتى.
په دې وروستيو وختونو كې كه له يوې خوا د وسله والو طالبانو له لوري د سړك غاړې بمي چاودنې ډېرې شوې نو بل لورته د شپې پر مهال د بهرنيو ځواكونو په تصفيوي عملياتو كې هم ډېروالى راغلى.