د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۴

د عامې روغتیا وزارت د کابل په احمدشاه بابا مېنه کې روغتون رغوي


 د عامې روغتیا وزارت سرپرستې ثرایا دلیل
د عامې روغتیا وزارت سرپرستې ثرایا دلیل

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د کابل ښار د احمد شاه بابا په مینه کې چې په ارزان قیمت مشهور دی، د یوه روغتون د بنسټ ډبره کیښودله.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د کابل ښار په 12 ناحیه پورې اړوند د احمد شاه بابا په مېنه کې چې په دې وروستیو کلونو کې اباد شوې د یوه 33 بستریزه روغتون د بنسټ ډبره کېښووله.

د دې روغتون ټول لګښت 157000 امریکایي ډالره کېږي چې په افغانستان کې یې د بې سرحدو ډاکترانو ټولنه ورکوي، دا روغتون تر دې مخکې د یوه روغتیایي کلنیک په توګه کار کاوه.

د عامې روغتیا وزارت سرپرستې ثرایا دلیل د یکشنبې په ورځ د دغه روغتون د بنسټ ډبرې ایښوولو پر وخت خبریالانو ته وویل، چې د کابل په روغتونونو کې د ښو خدماتو د وړاندې کولو لپاره هڅې روانې دي:

”د عامې روغتیا وزارت چې کوم کارونه په نظر کې لري یو یې د کابل په روغتونونو کې د خدماتو ښه کول دي تر څنګ یې د فعالو کلنیکونو یوه شبکه موجوده وي، ډاکتران او نرسان په خپلو ساحو کې وړتیاوې ولري، د نوي علم سره بلد و اوسي.

د روزنې هغه پروګرامونه چې په دننه او بهر کې جوړیږي د احمد شاه بابا روغتون ته به لوړیتوب ورکړو.“

ثریا دلیل وویل چې د احمد شابابا مېنه 5 لکه نفوس لري او دغه روغتون به تر یوه ځایه د خلکو روغتیایي ستونزې حل کړي، خو د دغه ښارګوټي خلک پر افغان دولت انتقادونه کوي او وايي چې د احمد شابابا مېنې د اوسیدونکو د ستونزو هوارولو ته پاملرنه نه کوي.

دوي وايي چې د څښلو د پاکو اوبو، بریښنا، روغتیا او پوهنې اسانتیاوې نه لري او په دې برخه کې له ډیرو ستونزو سره مخ دي.

د احمد شاه بابا مېنې ښار ګوټي د کابل ښار په 16 کیلومترې کې پروت دی، د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د دغه ډول ښار ګوټو خلک شکایت کوي چې افغان دولت په نوېو ابادو شوېو ښارګوټو کې د روغتون، ښوونځي، پارک، پاکو اوبو او نورو اسانتیاوو رامنځ ته کولو لپاره لازم اقدامات نه کوي.

خو افغان چارواکی وايي چې د خپلو امکاناتو په پام کې لرلو سره خلکو ته د ښاري اسانتیاوو او د ښاري پراختيا په بر خو کې بېلابېل پروګرامونه لري.

معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG