د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۵

جمشید:د هېواد په محبسونو کې کابو ۱۸ زره بندیان شته


جمشید:اوس مهال په هېواد کې څلوردیرش محبسونه په څلور دیرشو ولایتونو کې فعال دي
جمشید:اوس مهال په هېواد کې څلوردیرش محبسونه په څلور دیرشو ولایتونو کې فعال دي

د افغانستان دعدلیي وزارت چارواکي وایي چې، د هېواد د محبسونو او په کې د بندیانو د وضیعیت ښه کېدو ته د دوي هڅې پراخې شوي دي او همدارنګه له بهرنیو ځواکونو څخه د پروان د محبس د سپارلو چارې هم ګړندی شوي دي.

سره له دې چې، د افغانستان له محابسو او په کې د بندیانو د وضیعیت په هکله شکایتونه اورېدل کیږي ، افغان چارواکي د محبسونو او بندیانو د وضیعیت د ښه کېدو لپاره د دوي د یو لړ نوېو تدابیرو خبرې کوي.

د عدلیي وزارت د محبسونو عمومي ریئس جنرال امیرمحمد جمشید د چارو له یو شمېر نورو مسئولینو سره په ګډه د یکشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې، دم ګړی د هېواد په ټولو محبسونو کې کابو شل زره بندیان شته چې بهرنیان هم په کې دي:

(اوس مهال په هېواد کې څلوردیرش محبسونه په څلور دیرشو ولایتونو کې فعال دي، په دوي کې کابو اته لس زره بندیان دي، په دې جمله کې دوه زره او دوه سوه د ملي امنیت پر ضد د بریدونو بندیان دي چې، د بهرنیانو شمېر په کې دوه سوه دی.)

ښاغلي جمشید زیاته کړه، چې په پام کې ده د محابسو امنیت ته نور پرسونل هم وګمارل شي، ده دا هم وویل چې، د پروان محبس چې پخوانی نوم یي د بګرام محبس و او کنټرول یي د بهرنیانو په واک کې و، په راتلونکي کال کې به په بشپړه توګه افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

ښاغلي جمشید زیاته کړه، د پروان په محبس کې اوس مهال د بهرنیو په ګډون زرتنه بندیان پراته دي، جنرال جمشید دا هم وویل چې، د سولې د مشورتي جرګې وروسته له دې محبس څخه اویا او د هېواد له نورو محبسونو څخه اوه سوه تنه بندیان خوشي شوي دي.

سربیره پر دې د ملي امنیت د ریاست استازي جنرال محمدطاهرمهمند هغه ادعاګانې رد کړې چې، ویل کېده د دوي په زندانونو کې د بندیانو دوسیي د قانون سره سمې نه څیړل کیږي:

( زموږ په ادارو کې د تورنو بندیانو دوسیي په ښه توګه څیړل کیږي، ټولې چارې په کې قانوني ترسره کیږي، زموږ د څیړنو چارو د نوروعدلي او قضایي ادارو له خوا هم څارلې شوي او منل شوي دي.)

چارواکي دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې، د هېواد د مرکز او ولایتونو له محابسو او په کې د بندیانو د وضیعیت څخه شکایتونه اورېدل کیږي.

دا هم ویل کیږي چې، په محبسونو کې د مخدرو موادو راکړه ورکړه لیدل کیږي، خو د عدلیي وزارت چارواکي وایي چې د نوېو محبسونو جوړولو او د بندیانو د وضیعیت ښه کېدو ته یي او د چارو کنترول ته یي جدي تدابیر نیولي دي.

راپور: خان محمد(سیند)
XS
SM
MD
LG