د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۵۶

پټرویس: د امنیتي حالت په پام کې نیولو سره به له افغانستانه وځو

په افغانستان کې د امریکا او ناټو عمومي قومندان جنرال ډېوېډ پټرویس او په کابل د امریکا سفیر کالراینکبیري
په افغانستان کې د امریکا او ناټو عمومي قومندان جنرال ډېوېډ پټرویس او په کابل د امریکا سفیر کالراینکبیري

په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو قومندان یو ځل بیا په دې ټینګار وکړ چې امریکايي څواکونه به د افغانستان شرایطو ته په بام سره له دغه هیواده وځي. جنرال پټرویس دغه څرګندونې د دوشنبې په ورځ هغه مهال وکړې چې په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو د سفیر کارل ایکن بیري سره یو ځای یې د رسنیو له مسوولینو سره وکتل. ده دا ومنله چې د طالبانو رهبري له افغانستان څخه بهر ده او ډیری ترهګری بریدونه هم د دغه هیواد له خاوري بهر پلان کیږي.

په داسې حال کې چې د ۲۰۱۱ زیږدیز کال په جولای میاشت کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو موضوع د خلکو اندیښنې راپارولې دي، په دغه هیواد کې د امریکايي او ناټو ځواکونو لوړ پوړی قومندان وايي، چې د امریکايي ځواکونو وتل د افغانستان په امنیتي شرایطو پورې تړلي دي.

په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال ډیویډ پټرویس وايي، چې د ولسمشر اوبما له خوا له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو لپاره د مهال ویش جوړول په دې مانا نه دي چې دا هر څه یو دم تر سره شي.

ښاغلي پټرویس چې د دوشنبې په ورخ یې په کابل کې د یوشمېر رسنیو له مسوولینو سره خبرې کولې وویل، چې امریکايي ځواکونه به هغه مهال له افغانستان څخه ووڅي چې افغان امنیتي ارګانونونه د خپل هېواد د امنیتي مسوولیتونو توان پیدا کړي.

"کله چې له افغانستان څخه د ځواکونو د وتلو لړۍ پیل شي، شرایط به په پام کې ونیول شي، په دغو شرایطو کې د افغان چارواکو او افغان ځواکونو توان هم شامل دی چې ډیر مسولیتونه باید په غاړه واخلي او دا هغه څه دي چې د مخه يه یو شمیر سیمو کې موجود دي."

له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو د مهال ویش خبرې د نړۍ په کچه اندیښنې راپارولې دي.

افغان ولسمشر حامد کرزي هم به کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو د ګانګرس له غړو سره د لیدنې پر مهال ویلي، چې دغې خبرې د وسلوالو مخالفینو روحیه پیاوړې کړې ده.

ښاغلي پټرویس دغه شان دا خبره هم ومنله چې د طالبانو د مشرانو او ترهګرو اصلی مرکز له افغانستان څخه بهر دی او ډیری ترهګري بریدونه هم د دغه هیواد له پولو بهر پلان کیږي.

"بهرنیو تاثیراتو ته په پام سره په افغانستان کې نا امني یو حقیقت دی، په دې کې د شک ځای نشته چې د طالبانو، القاعده، قومندان نذیر، د ازبکستان د اسلامي غورځنګ، پاکستاني طالبانو او یو شمیر نورو تند لارو پټنځایونه د افغانستان په ګاونډیو هیوادونو کې دي، چې د افغانستان د امنیت په وړاندې یې ستونزې پیدا کړې دي."

ښاغلي پټرویس دغه راز د ترهګرۍ په وړاندې د باکستان مبارزه هم وستایله ویې ويل، چې په دې برخه کې د افغان، ناټو او پاکستاني ځواکونو تر منځ په بشپړ ډول همغږي موجوده ده.

افغان دولت هم په وار، وار سره ویلي دي چې ترهګر د افغانستان په کلو او بانډو کې نه اوسي او په کار ده چې له دغه هېواد څخه بهر د دوی د رونې تجهیز او تمویل مرکزونه له منځه یوړل شي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG