د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۰۳

په پکتیا کې ځوانان انټرنېټ ته لاس رسۍ نه لري


په وروستيو كلونو كې د افغانستان په اكثره ولايتونو كې د نورو پرمختيايي كارونو تر څنګ د معلوماتي ټكنالوژۍ او انټرنېټ په برخه كې هم پام وړ پرمختګونه شوي، خو د پكتيا ځوانان وايي چې تر دې مهاله په دغه ولايت خلك په عامه توګه انټرنېټ ته لاس رسى نه لري.

د پکتیا ولايت ځوانان وايي چې په ګاونډېو ولايتونو او مركز كابل كې كلونه وړاندې د انټرنېټ اسانتياوې برابرې شوې، خو زياتوي چې په پكتيا كې نه دولتي سكتور دې ستونځې ته پاملرنه كړې او نه هم په خصوصي سكتور كې څوك دې ته حاضر شوي، چې د انټرنيټ د عامه استعمال مركزونه جوړ كړي.

د احمد اباد ولسوالۍ اوسېدونكي حبيب الله احمدزي له ازادۍ راډيو سره د خبرو پر مهال وويل، چې حكومتي مسوولين بايد دغې ستونځې ته جدي پاملرنه وكړي.

دغه ځوانان د مخابراتو رياست په مسوولينو نيوكه كوي، چې په دې برخه كې يې عملي اقدامات نه دی كړی او تل د رسنيو له لارې خلكو ته دروغجنې ژمنې وركوي.

د عبدالولي خزان په نوم يو ځوان وايي، د مخابراتو رياست د افغان ټيلي كام دولتي كمپنۍ له لارې په ډېره اسانۍ سره، كولاى شي چې ګردېز او نږدې سيمو ته انټرنيټي خدمتونه ورسوي.

بل خوا د دې ولايت خبريالان هم د انټرنېټ د نشتوالي له امله په خپلو كارونو كې د خنډ او ځنډ خبره كوي، په ګردېز كې يو سيمه ايز خبريال داود تپان وايي چې د شخصي اړيكو له لارې وخت نا وخت خپل راپورونه د بهرنيو انجيوګانو له انټرنېټ څخه لېږي.

كه څه هم له اوس نه نږدې يو كال وړاندې د امريكا سفارت له خوا په ګردېز كې د لنكن په نوم يو معلوماتي او روزنيز مركز چې په انټرنېټ سمبال دى، جوړ شوى، خو ځوانان وايي چې له يوې خوا دغه انټرنېټ كمزورى دى او له بلې خوا پرې د ځوانانو بيروبار ډېر زيات دى.

د دغه مركز مشر رحيم ګل وفادار وايي چې هر ورځ تر يو نيم سلو پورې كسان ورته مراجعه كوي، خو دومره ظرفيت نه لري چې د پكتيا ټولو ځوانانو ته انټرنېټ ورسوي.

دغو پوښتنو او نيوكو ته په ځواب كې د پكتيا د مخابراتو او معلوماتي ټكنالوژۍ رييس شهزاده سلېمانزوي وايي چې دوى په دې هڅه كې دي چې د افغان ټيلي كام مخابراتي كمپنۍ له لارې ګردېز ښار او نږدې سيمو ته د انټرنېټ اسانتيا برابره كړي، هغه ازادۍ راډيو ته وويل:

كه څه هم شهزاده سلېمانزوى په ګردېز كې د انټرنېټي اسانتياو د برابرولو ژمنه وكړه، خو د ډېرى پكتياوالو همېشنۍ نيوكه دا ده چې حكومتي مسوولين په خپلو دندو لاس بري نه دي او تل خلك په وعدو تېر باسي.
XS
SM
MD
LG