د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۳

د امنیت له پلوه انتخاباتو ته اندیښنې په زیاتېدو دي


د امریکا یو پوځي چارواکی وایي، متحد ایالات داسې انګیري چې طالبان به په افغانستان کې د ولسې جرګې د انتخاباتو لپاره په شمال کې هم بریدونه زیات کړي، په هغه ځای کې چې د پښې ځای یې په کې پیدا کړی دی.

رویټرز اژانس څرګندوي چې د سنبلې په اووه ویشتمه د ولسي جرګې انتخابات په افغانستان کې د ثبات د راتلو یوه نښه ده، همدا راز ولسمشر کرزي ته یو اعتبار ور په برخه کوي، په تېره بیا چې د ولسمشرۍ په تېرو انتخاباتو کې لور د لور د درغلیو انتقاد پرې وشو.

د امریکا د دفاعي چارو یوه چارواکي چې رویټرز اژانس ته یې د نوم له اخیستو ډډه کړې ده، وویل، د ولسي جرګې د انتخاباتو ترسره کېدل د امنیت له پلوه اهیمت لري، چې معلومه شي امنیتي وضعیت څرنګه دی.

دغه چارواکي بیا وویل، د ولسمشرۍ له انتخاباتو را وروسته اوس طالبانو د افغانستان په شمال کې هڅې پیل کړې دي چې امنیت ګډوډ کړي، نو ډیر امکان لري چې سږ کال هلته خلک په انتخاباتو کې هغسې برخه وانخلي لکه تېر کال چې یې اخیستې وه، البته بیا هم څوک یو مخ نظر په دې برخه کې نه شي ورکولی، ځکه چې په ولایتونو کې انتخاباتي سیالۍ سیمه ایزه ده ښایي په هر حالت کې خلک په کې ګډون وکړي.

طالبان چې په جنوب او ختیځ کې غښتلې دي او اوس یې د افغانستان شمال ته لاس غځولی دی، د ولسي جرګې د انتخاباتو د ګډوډولو هڅې زیاتې کړې دي، دوی تر اوسه تر درېو ډیر کاندیدان وژلې دي.

د فاریاب د قیصار ولسوالۍ یوه اوسیدونکی ازادۍ راډیو ته وویل، امنیتي وضعه خرابه ده، نو په ډيرو سیمو کې د انتخاباتو ترسره کېدل ممکن نه دي:

« د دولتي مقاماتو له لوري د امنیت تامینولو لپاره هیڅ ډول کار او هڅه نه ده شوې، د قیصار شاوخوا څلویښت فیصده مځکه عملا د طالبانو په لاس کې ده او داسې ښکارې چې د قیصار په زیاتره سیمو کې به انتخابات ترسره نه شي »

اسوشیتد پریس اژانس څرګندوي چې له درېو کلونو راهیسې د افغانستان په شمال کې ورو ورو د طالبانو نفوذ زیات شوی دی، دوي د فاریاب ترڅنګ د کندز او بغلان ولایتونو کې په هغو سیمو کې خپل فعالیت ډیر کړی دی چې پښتانه هلته ډير دي، د تخار امنیه قوماندان جنرال شیر احمد ملداني بیا په خپل ولایت کې د طالبانو اغیز ته اشاره کوي، وایي:

« تخار د رایي ورکولو دوه سوه درې مرکزونه لري، ښایي پنځه شپږ مرکزونو باندې طالبان برید وکړي، نو کوم خلک چې رایي ورکوي زیان به ور ورسیږي »

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمسیون ویاند نور محمد نور بیا سره له دې چې مني چې په یو شمېر سیمو کې خلک رایي نه شي ورکولی، ډاډ ورکوي چې انتخابات به سم ترسره شي:

« په هغو سیمو کې چې انتخابات نه شي ترسره کېدای موږ هڅه کوو چې د هغو ترڅنګ په امن سیمو کې د رایي ورکولو مرکزونه پرانیزو او خلک هلته ورشي رایي ورکړي»

د ولسې جرګې د دوه سوه نهه څلویښت څوکیو لپاره تر دوه نیم زره ډير کاندیدان سیالیو ته درېدلې دي چې په کې شاوخوا څلور سوه ښځې دي.

د امریکا د دفاعي چارو مسوول سره له دې چې د افغانستان په شمال کې هم امنیت ته اندیښنه څرګنده کړې ده، وایي، له لویه سره طالبان د تېرکال د انتخاباتو د وخت په مقایسه اوس هغومره غښتلي نه دي په ځینو سیمو لکه د هلمند مارجه کې چې تیرځل چا د رايي ورکولو پاڼه نه وه اخیستې اوس په زرګونو کسانو ځانونه ثبت کړې دي.

دغه پوځي امریکایي چارواکي بیا وویل، که خلک د ولسې جرګې په انتخاباتو کې برخه هم واخلي درغلیو ته اندیښنه شته، خو د دې لپاره چې څوک له زوره کاروانخلي پکار ده چې د رایي ورکولو په مهمو مرکزونو کې څارونکي وي.

امریکایي پوځي چارواکي هیله څرګنده کړه چې هیله من دی چې دا ځل د انتخاباتو خپلواک کمسیون د ولسمشرۍ د انتخاباتو تر وخت ډیر موثر کار وکړي او د شکایتونو د اورېدو بهیر داسې کار وکړي چې د خلکو اعتبار ترلاسه کړي.
XS
SM
MD
LG