د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۴

کرزی:امریکا دې په پاکستان فشار راولي څو د طالبانو پناه ګاوې له منځه یوسي


کرزی:ترکومې چې طالبان په پاکستان کې خوندي پناه ګاوې ولري د تروریزم پر ضد جګړه نشي بريالي کېدای
کرزی:ترکومې چې طالبان په پاکستان کې خوندي پناه ګاوې ولري د تروریزم پر ضد جګړه نشي بريالي کېدای
افغان ولسمشر راتلونکې کال له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر پلان انتقاد کړی او ویلي دي چې تر کومې پورې طالبان په پاکستان کې خوندي پناه ګاوې ولري د تروریزم پر ضد جګړه نه شي بريالي کېدای.

حامد کرزي دا څرګندونې تېره ورځ د امریکا د ګانګریس له یوه پلاوي سره په کتنه کې کړي دي، اسوشیټید پریس اژانس د افغان ولسمشر د دفتر د اعلامې پر اساس وايي متحده ایالات باید پر پاکستان فشار راولي څو د طالبانو پناه ګاوې له مینځه یوسي.

د افغانستان ولسمشر ویلي په دغه هېواد کې په مختلفو برخو کې پرمختګونه شوي خو د نړېوالو ځواکونو په عملیاتو کې د ملکي افغانانو د مرګ ژوبلې په نتیجه کې او له سرحد نه اغاړه د سخت دریځو پر مرکزونو باندې د تمرکز نه کولو له امله د تروریزم پر ضد مبارزه اغیزمنه شوې ده.

نوموړي ویلي د ولسمشر باراک اوباما دې اعلان چې په راتلونکې جولای میاشت کې به له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل پیل کړي، د طالبانو روحیه او مورال لوړ کړی دی ځکه هغوي په دې باور دي چې تر دغې نېټې پورې په اسانۍ سره خوندي پاتې کېدای شي.

د امریکا د کانګرس غړي ریپ بوب انګلس چې له خپلو درېو نورو ملګرو سره يې په دغې یو ساعته کتنه کې له افغان ولسمشر سره لیدلي ،اسوشیټیډ پریس ته ویلي افغان ولسمشر په دغه هېواد کې د خصوصي امینتي کمپنیو په اړه هم خبرې وکړې.

ښاغلي انګلس ویلي ولسمشر کرزي ورته په ډاګه کړه چې په کلیو او بانډو کې د طالبانو د ځپلو لپاره باید افغان ځواکونه د عملیاتو مشري وکړي او نړېوالې قواوې دې یوازې د هغوي ملاتړ وکړي.

د امریکا د کانګریس دغه غړي ویلي هغه په دې خوښ دی چې افغانان د روان ماموریت د سمبالولو لپاره متعهد دي خو د نوموړي په وینا پوښتنه داده چې ایا افغان ځواکونه د دې جوګه شوی دی او که نه؟

بوب انګلس له افغان ولسمشر سره د خپلې کتنې په اړه اسوشیټیډ پریس ته ویلي: ما دا ګمان نه کاوه چې نوموړی دې دومره جدي،خوشبینه،مصصم او با انرژی وي .

د متحده ایالاتو دغه سناتور ویلي افغان ولسمشر له دوي سره په خبرو کې ټنیګار وکړ چې د اداري فساد پرضد د مبارزې په اړه متعهد دی .

هغه ویلي حامد کرزي خپلو څرګندونو کې د افغانانو او د بهرنیو له خوا د فساد تر منځ توپیر ته اشاره وکړه خو د کانګرس غړو د افغانستان ولسمشر ته وویل چې په دواړو لورو له خوا اداري او مالي فساد د منلو وړ نه دی.

اسوشیټیډ پریس وايي له کله نه چې ویکي لیکس ویب پاڼې د افغانستان په چارو کې د پاکستان د مداخلې په اړه اسناد ښکاره کړي، افغان مشران په ښکاره او صریحه توګه له امریکا غوښتنه کوي چې د تروریزم ضد جګړه کې پر پاکستان خپل فشار زیات کړي.
XS
SM
MD
LG