د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۶

په ننګرهار کې سېلابونو ٢٢ تنو ته مرګ ژوبله اړولې


په ننګرهار کې راوتلي سیلابونه
په ننګرهار کې راوتلي سیلابونه
د ننګرهار ولايت په بېلا بېلو سيمو کې راوتلو سېلابونو ١٥ تنه مړه کړي او زرګونه جريبه ځمکې، فصلونه، سلګونه بابه کورونه او څاروي يې له منځه وړي.

د ننګرهار ولايت له بېلابېلو سيمونه قومي مشرانو او سېلاب ځپلو ازادۍ راډيو ته وويل: د دوي سلګونه جريبه ځمکې، سلګونه بابه کورونه، څاروي، د کور لوښي او باغونه سېلابونو په مخه کړي او هېڅ هم ورته نه دي پاتې.

د ننګرهار هغه سيمې ډېرې زيانمې شوي، چې سپين غره ته څېرمه پرتې دي. په دغه سيمو کې سرخرود، بټي کوټ، اچين، سپين غر، غني خېل، نازيان، مومندره، ښېوه او پچير و اګام ولسوالۍ شاملې دي.

د ننګرهار د والي وياند د پنجشنبې په ورځ وويل: سېلاب کرار شوى؛ خو د زيانونو په لومړنۍ کتنه کې ١٥ تنه مړه او ٧ تنه ټپيان شوي دي، چې په مختلفو سيمو پورې اړه لري.

ده تاييد کړه، چې په يادو سيمو کې زرګونه جريبه ځمکې، سلګونه څاروي او دغه راز سلګونه بابه کورونه غورځېدلي دي.دغه راز دده په وينا ګڼې کورنۍ بې ځايه شوي هم دي.

د ختيځو سيمو لپاره د سرې مياشتې ټولنې مشر محمدنادر جبارخېل وويل: دوي به هم سروې وکړي، چې زيانونه معلوم شي بيا به مرستې وکړي ده زياته کړه:

همدا نن پنجشنبې يې د ننګرهار اتو ولسواليو ته د سروې ټيمونه ولېږل، چې ورسره د اضطرار د کمېټې په ګډون د بېلابېلو مرستندويه ټولنو هېئتونه هم شامل دي. دوى به دقيقه سروې وکړي.

د ننګرهار ولايت له مختلفو ولسواليو نه سيمه ايزو مشرانو او سېلاب ځپلو ازادۍ راډيو ته د خپلو زيانونو، د فقر، بې وزلۍ او خوارۍ غريبۍ خبرې وکړې، دوى وويل: تر اوسه کومه مرسته نه ده ورسېدلې؛ خو حکومت ته په تمه دي، چې مرسته ورسره وکړي.

محمد داود وفا
XS
SM
MD
LG