د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۳

پیتریوس د وسلوالو طالبانو سره د افغان دولت د سولې د خبرو ملاتړکوي


جنرال ډیویډ پټریوس
جنرال ډیویډ پټریوس
په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان وايي، له وسله والو طالبانو سره د افغان دولت د سولې د خبرو اترو ملاتړ کوي او په ځینو ځانګړو مواردو کې متحده ایالاتو په دې پروسه کې د افغان دولت مرسته هم کړې ده.

له فوکس نیوز سره په مرکه کې جنرال ډیویډ پټریوس ویلي،متحده ایالات د افغان دولت د وسله والو مخالفانو سره د خبرو په مسله کې د معلوماتو په برخه کې همکاري کوي خو د خبرو اترو پروسه د افغان دولت په مشرۍ ده چې د نوموړي په وینا امریکا په کې ونډه نه لري.

جنرال پیتریوس فوکس نیوز ته ویلي د افغانستان جګړه باید د عراق او د نړۍ د نورو شخړو په شان د خبرو اترو له لارې پای ته ورسیږي.

هغه ویلي په عراق کې له هغو وسله والو سره په فردي توګه خبرو ته کیناستل چې لاسونه يې د امریکايي سرتېرو په وینو سره وو او دا هغه څه دي چې د هر وسله وال بغاوت په وروستۍ مرحله کې ترسره کیږي.

د فرانسې د خبري اژانس په وینا امریکايي مقاماتو همیشه ویلي چې هغه مهال باید له طالبانو سره خبرې وشي کله چې په جګړه کې مات شي او هغوي دا درک کړي چې کمزوري شوي دي.

خو د جنرال پیتریوس له خبرو داسې څرګندیږي چې واشنګټن له طالبانوسره د خبرو اترو غوښتونکی دي په دې شرط چې له القاعده سره اړیکي وشلوي او ځینې نور شرطونه هم پر ځای کړي.

د امریکايي او ناټو ځواکونو قومندان په خپلو څرګندونو کې ویلي له طالب مشرانوسره د خبرو اترو کول جلا موضوع ده خو هغه څه چې اوس مطرح دي هغه په ټولنه کې د هغو افرادو بیرته جذبول دي چې وسله وال فعالیت بندوي.

د نوموړي په وینا د هغو وسله والو د راجلبولو پروسه چې غواړي بیرته د عادي وګړو په شان ټولنې ته راستانه شي په حقیقي بڼې سره لا دمخه پیل شوي ده.

جنرال پیتریوس په تېر جون میاشت کې د ولسمشر اوباما له خوا د پخواني جنرال سټینلي مک کریسټل پر ځای په افغانستان کې د نړېوالو ځواکونو د عمومي قومندان په توګه وټاکل شو.
XS
SM
MD
LG