د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۱

امریکا د افغان ځواکونو له لیکو څخه تېښته او بې سوادي یوه لویه ستونزه بولي


ډګرجنرال ویلیم کالډویل چې د افغان ځواکونو د روزنې لپاره د ناټو د پروګرام مشري کوي
ډګرجنرال ویلیم کالډویل چې د افغان ځواکونو د روزنې لپاره د ناټو د پروګرام مشري کوي

د امریکا یوجګپوړی پوځي مقام د افغان ځواکونو له لیکو څخه تېښته او د سرتېرو بې سوادي هغه لویه ستونزه بولي چې افغانستان ورسره مخامخ دی.

ډګرجنرال ویلیم کالډویل چې د افغان ځواکونو د روزنې لپاره د ناټو د پروګرام مشري کوي وايي، د افغانستان د ملي اردو او پولیسو په لیکو کې بې سوادي او د سرتېرو تېښته دا معنا لري چې د ۲۰۱۱ کال تر پایه پورې باید کار وشي څو افغان ځواکونه په ډېرو برخو کې د مسوولیتونو اخیستو ته چمتو شي.

د جنرال کالډویل په وینا د افغان ځواکونو په سلو کې یوازې له ۱۴ تر ۱۸ پورې سرتېري باسواده دي او د هغو کسانو شمېره چې له دندې تښتي په سلو کې ۴۷ ته رسېږي. د تېښتې شمېره په ملي اردو کې په سلو کې ۲۳ او په پولیسو کې په سلو کې
د جنرال کالډویل په وینا د افغان ځواکونو په سلو کې یوازې له ۱۴ تر ۱۸ پورې سرتېري باسواده دي
۱۶ ده، جنرال کالډویل د افغان ځواکونو له لیکو څخه د سرتېرو د تېښتې په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل:

"که موږ پوهېدای چې هغه کسان چې د افغان ځواکونو له لیکو څخه تښتي چېرته ځي نو ښکاره ده چې موږ به د پوځ او پولیسو لیکو ته د دوي په بېرته راوستو کې له افغان چارواکو سره مرسته کړې وای.

مقصد دا چې که رښتیا ووایم نو موږ نه پوهېږو چې دا کسان چېرته ځي او په افغانستان کې د دې خبرې معلومول ډېر سخت کار دی."

د افغانستان د ملي اردو او پولیسو د روزنې په پروګرامونو کې اوس مهال ۲۷ زره سرتېري شامل دي، خو مسوول چارواکي تمه لري چې دا شمېره به د ۲۰۱۱ کال تر جولای میاشتې پورې پنځوس زره ته ورسېږي.

جنرال کالډویل که څه هم یادونه وکړه، چې د افغان ځواکونو شمېره له وخته مخکې ټاکل شوې شمېرې ته ورسېده خو ویې ویل چې ځینې ډېرې مهمې برخې پاتې دي چې کار نه دی په کې شوی:

"موږ تر اوسه لا د افغان ملي اردو، پولیسو یا ان د هوايي ځواکونو تشکیلات نه دي بشپړ کړي. په حقیقت کې نور متممې څانګې لکه لوژستیک، تعمیرات، ټرانسپورت او استخبارات، یوهم تر اوسه نه دي جوړ او له هغو قواوو سره چې عملاً د جګړې په میدان کې دي همکارۍ ته نه دي برابر شوي."

د افغانستان د امنیتي ځواکونو شمېر دا وخت ۲۵۰ زره دی چې له دې ډلې ۱۳۴ زره د ملي اردو او پاتې یې په پولیسو کې دي، خو په پام کې ده چې د راتلونکي کال تر اکتوبر میاشتې پورې دا شمېره له درې سوه زرو واوړي.
XS
SM
MD
LG