د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۸

د ننګرهار د ګمرک عوايد لوړ شو


د ننګرهار ولايت ګمرک
د ننګرهار ولايت ګمرک
د ننګرهار ولايت د ګمرک په عواېدو کې د تېر کال په نسبت ٧١٠ ميليونه افغانۍ زياتوالى راغلى.

د ننګرهار د ګمرک رئيس د يکشنبې په ورځ خبري کنفرانس ته وويل: سږ کال په پام کې ده چې د حکومت خزانې ١١ زره ميليونه افغانۍ عوايد وسپاري.

د ننګرهار د ګمرک رئيس احسان الله کامه وال وويل: د تېر کال د پنځو مياشتو په نسبت د سږکال په پنځو مياشتو کې يې ٧١٠ ميليونه افغانۍ زيات عوايد ټول کړي. دى زیاتوي:

اداري اصلاحات، ريفورم او شفافيت ددې دليل دى. نوموړي وويل: د ګمرک اداره په تېرو پنځو کالو کې هر کال خپل عواېد زيات کړي، په ١٣٨٥ کال کې څلور زره ميليونه، په ١٣٨٦ کال کې پنځه زره ميليونه، په ١٣٨٧ کال کې اته زره ميليونه، په ١٣٨٨ کال کې لس زره ميليونه او په ١٣٨٩ کال کې دادى دا عواېد يوولس زره ميليونه افغانيو ته نژدې شوی دی.

څه وخت مخکې په ننګرهار کې د ګمرک د کارونو د نه شفافيت په اړه شکايتونه مخې ته راغلي و، د ننګرهار د ګمرک رئيس احسان الله کامه وال وويل:

انتقاد هغه کسان کوي، چې د دوى د حاکميت په وخت کې په ټول کال کې سل ميليونه افغانۍ د دولت خزانې ته نه وې سپارل شوې.

ده زیاته کړه: د ١٣٨١، ١٣٨٢، ١٣٨٣ او ١٣٨٤ کلونو د عواېدو هغه فيصدي د ټولو په وړاندې ده، چې د حکومت خزانې ته سپارل شوي. او همدارنګه دا هم وايي، د کرزي د رژيم په لومړېو درې کالو کې تجارتي مالونه زښت زيات راتلل؛ ځکه چې په افغانستان کې رژيم نوى بدل شوى و او د خلکو اړتيا وې ډېرې وې، خو اوس تجارت کم شوى هم دى، ولې بيا هم عوايد ډېر شوي. ده وويل: دا د شفافيت برکت دى.

د ننګرهار د ګمرک رئيس وايي، د دوى عوايد د ماليې د ډېرېدو له امله نه دي ډېرشوي، بلکې په کار کې يې شفافيت رامنځته شوى، نوموړي وويل:

سره له دې چې په پاکستان کې نا امنيو او وروستيو سېلابونو د تجارت مخه ډب کړې؛ خو بيا هم د دوى په عواېدو کې د پاملرنې وړ زياتوالى راغلى دى.

کتونکي وايي: د ګمرک عوايد ډېر شوي؛ خو دا عوايد تر دې نور هم ډېرېداى شي.

محمد داود وفا
XS
SM
MD
LG