د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۱۶

انجيلا جوليو د بوزنيا د يوه عشقي داستان په فلم کې کار کوي


د هاليووډ مشهورې فملي ستورۍ انجيلا جوليو اعلان وکړ، په هغه عشقي فلم کې به کار وکړي، چې د بالکان په هېوادونو کې به فلم برداري شي. نوموړې چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د ادارې د حسن نيت سفيره ده دغه اعلان يې پرون د بوزنيا د مرکز سرايفو تر کتنې وروسته وکړ.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې په يوه ليکلي بيان کې ويلي، جولي به په بالکان سيمه کې وي، چې په مني کې به په يوه فلم کې کار وکړي، چې همدلته به عکاسي کېږي.

بيان وايي، دغه فلم به د مينې پر يوه داستان چې د ١٩٩٢ او ١٩٩٥م کلونو ترمنځ د بوزنيا د جګړې په وخت کې پېښ شوى، متمرکز وي.

په بيان کې وړاندې راغلي، د فلم هدف د دې عشقي داستان په اړه دى، سياسي رنګ نه لري.
XS
SM
MD
LG