سره له دې چې د کابل ښاریان او موټر چلوونکي له ډیرې مودې راهیسې، د ښار پر لارو او سړکونو د ولاړو دیوالونو، ځنځیرونو او داسې نورو موانعو څخه شکایت کوي، د کورنیو چارو وزارت او کابل ښاروالۍ، د شنبې په ورځ د یو ګډ پلان له مخې، د شته موانعو په لېرې کولو لاس پورې کړ.
د کابل د پولیسو قوماندان جنرال عبدالرحمن رحمن، په داسې حال کې د کورنیو چارو وزیر جنرال بسم اله محمدي او کابل
(په دې اقدام کې د کورنیو چارو وزارت د کابل ښاروالۍ ملاتړ کړی او لومړی به له خپلو تاسیساتو پیل وکړي او له نورو موسسو څخه به هم په کلکه وغواړي چې له سړکونو څخه دیواله لېرې کړي)
په دې وروستیو کې د خلکو او موټر چلوونکو د مسلسلو شکایتونو وروسته ولسمشر حامد کرزي د کورنیو چارو د وزارت، ملي امنیت او کابل ښاروالۍ په ګډون یوه کمیسیون ته دنده سپارلې ده چې، د کابل ښار له لارو او سړکونو څخه دی، هر ډول موانع لېرې کړي.
کابل ښاروال محمدیونس نواندیش وویل، دغو اضافي دیوالونو له یوې خوا د ښار څیره اړولې وه او له بلې خوا یي لارې او سړکونه هم تنګ کړي و، خو پیل شوی اقدام به دغه ستونزې اوارې کړي. ده وویل:
(موږ امنیت ته پوره پام کړی دی خو هغه موانع چې، له ضرورت پرته رامنځته شوی هغه لېرې کول غواړو.)
خلک پردغه اقدام خوښ دي خو وایي چې خدای دې وکړي چې دا اقدام هسې نمایشي نه اوسي. یوتن ازادۍ راډیو ته وویل:
(لارې اوسړکونه بند دي، خلکو ته ډیر تکلیف رسوي، که ښاروالۍ په دې اقدام کې بریالي شي دا به ښه کار وي.)
له دې مخکې هم کابل ښاروالۍ ورته اقدام کړی و، خو ونه توانید چې د لارو او سړکونو پر سړ ولاړدیوالونه، دروازې او داسې نور موانع لېرې کړي.
خو مسولین وایي چې دا یو اوږد مهاله اقدام دی او په هکله به یي د دوي هڅې جاري وي، دا چې دا اقدام به ترکومه ځایه پلي شي ، دا به هم ولیدل شي.
راپور: خان محمد(سیند)
د کابل د پولیسو قوماندان جنرال عبدالرحمن رحمن، په داسې حال کې د کورنیو چارو وزیر جنرال بسم اله محمدي او کابل
له دې مخکې هم کابل ښاروالۍ ورته اقدام کړی و، خو ونه توانید چې د لارو او سړکونو پر سړ ولاړدیوالونه، دروازې او داسې نور موانع لېرې کړي
ښاروال هم حاضر و، له سړکونو څخه یي د موانعو د لېرې کولو پر مهال خبریالانو ته وویل، چې، دوي غواړو دغه اقدام لومړی د کورنیو چارو د وزارت پر تاسیساتو پلي کړي. ده وویل:(په دې اقدام کې د کورنیو چارو وزارت د کابل ښاروالۍ ملاتړ کړی او لومړی به له خپلو تاسیساتو پیل وکړي او له نورو موسسو څخه به هم په کلکه وغواړي چې له سړکونو څخه دیواله لېرې کړي)