د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۲

عدم تشدد د کړکېچونو د حل اغېزمنه لاره-اوومه برخه


د نوییمې میلادي لسیزې په پیل کې د شوروي اتحاد له ړنګېدو سره، کمونیزم او له کمونیزم سره تړلي نظامونه هم له مینځه ولاړل. خو دا پېښه تصادفي نه وه.

د کمونیستي نظامونو له ړنګېدو ډېر کلونه مخکې په پخواني شوروي اتحاد او د شوروي په نورو متحدو هېوادونو کې د سیاسي ګوندونو او ډلو ترڅنګ د عدم تشددفلسفې ته ژمنو نهضتونو اوږدې مبارزې وکړې او د همدې هڅو په پای کې، په شوروي اتحاد او ختیځه اروپا کې یو ګوندي سیستمونه له مینځه ولاړل او پرځای یې ګڼ ګوندي سیستمونه واکمن شول.

دا د کړکېچونو د حل د اغېزمنې لارې عدم تشدد په اړه دآزادۍ راډیو د ځانګړو راپورونو د لړۍ د بلې برخې موضوع ده چې زه احمدتکل یې وړاندې کوم.

د شوروي له ړنګېدو مخکې په ۱۹۸۹ کال کې په ختیځه اروپا کې د انقلابونو یوې لړۍ د کمونیزم او شوروي اتحاد بنسټ ولړزاوه.

که څه هم له ډېرو کلونو راهیسې د شوروي اتحاد په ګډون په ټولو کمونیستي هېوادونو کې د خلکو نارضایتي د خاموش مقاومت په بڼه روانه وه خو ښکاره مقاومت له پولنډ څخه پیل شو، هنګري ته ولاړ، له هغه ځایه د وخت ختیځې جرمني او وروسته بلغاریا، چکسلواکیا او رومانیا ته وخوځېد. رومانیا د ختیځې اروپا یوازینی هېواد و چې د اعتراضونو په ترڅ کې تاوتریخوالی پکې پېښ شو، خو په نورو ټولو یادوشویو هېوادو کې اعتراضونه او مظاهرې سوله ییز وو.

په پولنډ کې د لېخ والیسا په مشرۍ د پیوستون په نوم د سوداګرۍ خپلواکې ټولنې چې مبارزه یې د عدم تشدد د فلسفې پر بنسټ ولاړه وه د کمونیستي نظام په ړنګولو کې اصلي رول ولوباوه. د دې ټولنې مبارزه چې څو کاله وروسته یې د نړۍ بڼه بدله کړه، د ۱۹۸۰ کال د اګست په ۱۴مه پیل شوه.

په دې ورځ د ګدانسک ښار د کشتیو جوړولو د یوې فابریکې اولس زره کارګرانو د نورو مسایلو ترڅنګ، د خوراکي موادو په بیو کې د زیاتوالي پرضد د اعتراض لپاره اعتصاب پیل کړ. د پولنډ امنیتي مامورینو د ټولنې د مشر لیخ والیسا د نیولو پرېکړه وکړه خو دی په تېښته بریالی شو او د فابریکې د کارګرانو له ډلې سره یوځای شو.

ډېر ژر د ښار د نورو فابریکو کارګران هم د پیوستون پر اعتصاب ورګډ شول. اعتصاب اولس ورځې دوام وکړ او بالاخره کمونیست حکومت خبرو ته حاضر شو. والیسا له حکومتي چارواکو سره تر خبرو وروسته د کارګرانو ډلې ته په وینا کې د هغوی لپاره یو ډېر مهم زېری درلود:

(زموږ د سوداګرۍ ټولنه خپلواکه او زموږ ترادارې لاندې شوه. اوس موږ د مظاهرو حق لرو.)

د پولنډ مرستیال صدراعظم میچيسلاویاګیلسکي له لیخ والیسا سره په خبرو کې هغه سند لاسلیک کړ چې له مخې یې د کارګرانو اصلي او مهمه غوښتنې، یعنې د خپلې ټولنې د چارو مشري او د مظاهرو حق منل کېده.

کارګرانو نورې غوښتنې هم درلودې، خو هیڅ یوه یې د دوی لپاره دومره مهمه نه وه لکه د مظاهرو حق.

رادیک سیکورسکي چې په پولنډ کې د کمونیست نظام له نسکورېدو په وروسته حکومت کې د دفاع او بهرنیوچارو د وزیر په توګه کار وکړ، د ګدانسک د تړون د لاسلیک پرمهال د لیسې زده کوونکی و.

ده له آزادۍ راډیو سره په مرکه کې د هغو ورځو یادونه وکړه:

(هغه وخت په خلکو کې یوه حیرانوونکې هیله او د برېښنا د جریان په څېر حرکت پیدا شوی و. په موږ کې یوه اصطلاح ده چې وايي، پولنډیان په هر نسل کې یوځل په واحد ملت بدلېږي، او دا همداسې یو حالت و او ناڅاپه میلیونونو خلکو داسې احساسوله چې دوی ټول یو شی غواړي، او هغه دا چې د سوداګرۍ ټولنه دې د کونیست نظام پرضد د دوی استازیتوب وکړي. له دې سره خلکو ته داسې یوه هیله پیدا شوې وه چې ښايي په کمونیزم کې اصلاحات راشي، خو موږ نه پوهېدو چې دا امکان نلري.)

د ۱۹۸۰ کال په سپتمبر کې د پیوستون د سوداګرۍ ټولنه رسماً جوړه شوه او د پنځلسو میاشتو په اوږدو کې یې د غړو شمېره له یومیلیون څخه ۹ میلیونه ته چې د پولنډ د ټولو وګړو څلورمه برخه وه، اوچته شوه.

د ۱۹۸۱م کال په ډسمبر میاشت کې چې د پولنډ صدراعظم وویچېښ یاروزلیسکي پوځي حکومت اعلان کړ د پیوستون ټولنه غیرقانوني وبلل شوه او پوځ د والیسا په ګډون د دې نهضت اکثر مشران ونیول.

په ۱۹۸۳ کال کې هغه مهال چې لیخ والیسا د نوبل د سولې د جایزې ګټونکی اعلان شو، ده د جایزې د ترلاسه کولو لپاره اوسلو ته خپله مېرمن واستوله، ځکه وېره یې درلوده چې ده ته به پولنډ ته د ستنېدو اجازه ورنکړل شي.

پیوستون نهضت د ۱۹۸۹ کال تر سترو بدلونونو پورې پټ فعالیت کاوه، خو سیکورسکي وايي، دې نهضت هېڅ کله هم خپل اصول چې د عدم تشدد پر بنسټ ولاړ و، تر پښو لاندې نکړل:

(دا یو سوله ییز غورځنګ و چې خپلو او نورو اهدافو ته یې د عمل جامه ورواغوسته. زه فکر کوم چې د عدم تشدد تګلاره د پیوستون د غورځنګ مهم میراث و، او که تاسو هغو جریاناتو ته چې په نورو هېوادونو لکه په چکسلواکیا او یا وروسته په سربیا او اوکراین کې پېښ شول، کتنه وکړئ نو وبه وینئ چې همدا پیغام په بریالیتوب سره تقلید شو.)

د پیوستون نهضت خپلې مبارزې ته دوام ورکړ او په دې ترڅ کې یې ګڼ شمېر فعالان د حکومت د مامورینو له خوا ونیول شول خو د غورځنګ غړو هېڅکله د تشدد لاره غوره نکړه.

له اوږدو مبارزو وروسته د ۱۹۸۹ کال په جون میاشت کې د پولنډ حکومت آزادو انتخاباتو ته غاړه کېښوده چې په پای کې يې پیوستون نهضت وکولای شوای د پارلمان په دواړو څانګو کې تر ټولو زیاتې رایې وګټي. د دې بدلون په نتیجه کې په شوروي بلاک کې لومړنی غیرکمونیست حکومت جوړ شو او شپږ میاشتې وروسته یې د برلین دیوال ونړېد. د پولنډ د پیوستون غورځنګ پر پولنډ سربېره د نړۍ په کچه هم پراخ شهرت، اعتبار او ملاتړ ترلاسه کړ.

پولنډ په ختیځه اروپا کې د کمونیزم پرضد د مبارزې لومړنی بریالی مثال شو. له دې وروسته د ختیځې اروپا په ټولو هېوادو او د پخواني شوروي په ګڼ شمېر جمهوریتونو کې د عدم تشدد د مفکورې پلوي غورځنګونه رامینځ ته شول چې په اوکراین کې د پُرا PORA یعنې همدا یې وخت دی، په سربیا کې د اوتپور یا مقاومت، په ګرجستان کې د کمارا او په نورو هېوادونو کې په نورو نومونو یاد شول.

د دې غورځنګونو مبارزو په پخوانیو کمونیستي هېوادونو کې رنګین انقلابونه راوستل. خلکو په چکسلواکیا کې خپل انقلاب ته د بخمل د انقلاب نوم ورکړ او همدا نوم وروسته، په نورو هېوادونو کې د ورته انقلابونو لپاره د الهام سرچینه شوه.

په ګرجستان کې خلکو ګلابي رنګ، په قرغیزستان کې غاټول او په اوکراین کې نارنجي رنګ د خپلو انقلابونو لپاره د سمبولونو په توګه غوره کړل.
په کمونیستي هېوادونو کې د عدم تشدد مبارزې په بریالیتوب کې د امریکا د ماساچوست پوهنتون د استاد جیني شارپ نظریو ډېره مهمه ونډه ولوبوله او له ډکټاتورۍ تر ډيموکراسۍFrom Dictatorship to Democracy په نوم د ده کتاب چې په پښتو او دوه دېرشو نورو ژبو ژباړل شوی، د دې غورځنګونو لپاره د الهام سرچینه شوه.

دا کتاب که څه هم په ۱۹۹۳ کال کې د کتاب په بڼه خپور شو، خو له هغه مخکې د ختیځې اروپا په هېوادونو او د نړۍ په نورو برخو کې د رسالو یا فوتوکاپۍ په بڼه او وروسته بیا د انټرنېټ له لارې لوستل کېده او ډېر زیات مینه وال یې پیدا کړل.

له ډيکټاتورۍ تر ډيموکراسۍ کتاب اصلاً په برما کې د رژیم پرضد د سوله ییزو فعالانو پر موضوع لیکل شوی، خو هسې چې پروفیسور شارپ وايي، د بحثونو اصلي تمرکز یې د ډکتاتوریو پر ختمولو دی:

(زه بله سپارښتنه نلرم یوازې دا وایم چې هغه خلک چې له دکتاتورۍ نظامونو سره مخامخ دي، باید په دې پوه شي چې له دکتاتورۍ سره د مبارزې لپاره یوه متبادله لاره هم شته چې عدم تشدد ده، او دا په دوی پورې اړه لري چې د عدم تشدد د مبارزې عملي کول غواړي کنه.)

پروفیسور شارپ ټینګ باور لري چې عدم تشدد حتی په هغو ټولنو کې چې چایې فکر هم نشوای کولای بریالیتوب ترلاسه کوي:

(داچې د ګاندي په طریقه تکتیکونه استبدادي رژیمونه راپرزولای شي کنه ډېر مهم سوال دی او ډېر مطرح کېږي نو که رژیم ډېر ظالم نه وي او یا ډېر ظالم وي، آیا بیا به هم دا مبارزه وضعیت بدل کړای شي کنه، ځواب دا دی چې هو، وضعیت به بدل کړي ځکه چې دعدم تشدد د مبارزې غورځنګونه په داسې ځایونو کې بریالي شوي دي چې هلته یې د بریالیتوب فکر هم نه کېده.)

حقیقت دا دی چې لکه څنګه چې پروفیسور شارپ وايي، د ګاندي په طریقه د عدم تشدد مبارزې په ختیځه اروپا او د پخواني شوروي اتحاد په جمهوریتونو کې د ډیموکراسۍ په ګټه پراخ بدلونونه رامینځ ته کړل. له دې بدلونونو سره په دې هېوادو کې اقتصادي اصلاحات او ورسره د خلکو د ژوند په حالت کې د پام وړ بدلون راغی.

د اومۍ بر خې پای
XS
SM
MD
LG