د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۱

نیبل :هڅه کوم چې افغانان خپله خپل امینت سنبال کړی شي


ښاغلی نیبل په داس ېوخت کې د افغانستان د ملي امنیت د ریس پر دنده ټاکل شوې چې په افغانستان کې د وسلوالو فعالیتونه د پخوا په پرتله څو چنده زیات شوې دي .
ښاغلی نیبل په داس ېوخت کې د افغانستان د ملي امنیت د ریس پر دنده ټاکل شوې چې په افغانستان کې د وسلوالو فعالیتونه د پخوا په پرتله څو چنده زیات شوې دي .

د افغانستان د ملي امنیت نوی رییس وایي، داسي بریښي چې طالبان په وسله والو حملو کې یو څه برلاسي دي خو د ناټو او افغان ځواکونو تر منځ د ښې همکارۍ او په حکومت باندې د خلکو د باور حاصلیدوپه صورت کې، طالب وسلوال ماتیدای شي.

ښاغلي رحمت الله نبیل، دا خبره د ملي امنییت د عمومي رییس په دندې باندې له ټاکل کیدو وروسته له نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره په خپلې لومړنۍ مرکې کړې ده.

ددې مرکې پر بنسټ د ورځپاڼې راپور جان اقا الکوزي پښتو کړی دی :

۴۲ کلن رحمت الله نبیل چې په کابل کې د خلکو په منځ کې زیات اشنا کس نه دی، وایي، د کار لومړیتوب به یې دا وي چې افغانان د خپلو امنیتي چارو د مسولیتونو اخیستو جوګه شي او تر ټولو مهم کار به یي دا وي چې وسله والو مخالفانو ته وښیي حکومت یې د ماتولو لپاره پوره ژمن دی.

ښاغلی نبیل وایي، کله چې وسله وال درک کړي د ماتولو لپاره یې حکومت جدي او قاطع دی، نو د هغوی په روحیاتو، جرات او تحرک به اغیز وکړي او دا ډېره مهمه مسله ده.

نیویارک ټایمز لیکي: د ملی امنیت د عمومي ریاست حساسي څوکۍ لپاره د ښاغلي نبیل انتخاب، د توقع په خلاف و او په لومړي سر کې دی، دغې څوکۍ ته کاندید هم نه و. دی په داسې حال کې د ملی امنیت په دندې ټاکل شوی چې د جمهور رییس حامد کرزي له حکومت سره د هیواد په داخل او بهر کې ملاتړ کم شوی او دغه راز د جمهور رییس کرزي اړیکې له واشنګټن سره هم چندانې ښې نه دي.

ورځپاڼه لیکي: ښاغلی نبیل د ملي امنیت په چارو کي زیاته تجربه نه لري. ده، شپږ کاله د جمهوری ریاست د امنیتي ګارد د مشر په توګه کار کړی دی. ده د جمهورییس کرزي د امنیت او حفاظت دنده درلوده او جمهور رییس ته د پوره اعتماد وړ شخص دی.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي: ښاغلي نبیل د ساختماني چارود انجینیرۍ په څانګې کې زده کړې کړي او نهه کاله یې د ملګرو ملتونو د مهاجرو عالی کمشنرۍ سره کار کړی.

ده، په ۲۰۰۴ میلادي کال کي، په ارګ کې د شاوخوا سلو تنو روزل شویوامنیتي مامورینو مشري په غاړه واخیسته او وروسته یې ددې کسانو شمېر نور هم زیات کړ.

نیویارک ټایمز لیکي :ښاغلی رحمت الله نبیل مني چي د استخباراتو تجربه نه لري خو وایي، یوه مسلکي امنیتي چارواکي ورته ویلي و، که د شپږو میاشتو لپاره د جمهور رییس امنیت سم وساتي نو دی به ډېر بریالی وي.
ورځپاڼه زیاتوي، د نبیل دوستان او پخواني همکاران وایي ، دی ډېر ښه امر یا مدیر دی او هیڅ ډول ژبني او قومي تعصب نه لري.

ورځپاڼې د هارود پوهنتون د استاد او د ملګرو ملتونوپه موسسې کې د نبیل د پخواني همکار ، نیګیل پونت خبره هم راخیستې چې وایي، تر کومه چی زه افغانان پیژنم ، نبیل ډېر تکړه سړی دی. دی پوره صادق او حوصله من افغان دی او خپلو اړو وطنوالو ته یي ډېر ښه خدمت کړی دی.

نیویارک ټایمز لیکي: ښاغلي نبیل ته دداسي یوې ادارې مشري ور په غاړه شوې چې د کورني امنیت ساتنې، له تروریزم سره د جګړې، تنظیم شویو جرمونو سره د مقابلې ، د هیواد په دا خل او بهرکي د استخبارتي معلوماتو د راټولولو او زرګونو کارکوونکو د تنظیمولو چارې باید پر مخ بوزي.

بله دا چی په ملی امنیت کي د کا جي بي له خوا پخواني روزل شوي کمونستان او پخواني مجاهدین هم کارکوي او په دي سربېره د پخواني رییس امرالله صالح ملاتړي هم په کې دي.

نیویارک ټایمز لیکي: د کار په لومړۍ اوونۍ کې ښاغلي رحمت الله نبیل په کابل کی د شاوخوا څلویښتو هیوادونود بهرنیو چارو د وزیرانو د کنفرنس امنیتي چاري ډېرې ښې تنظیم کړې.
XS
SM
MD
LG