د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۴

منګل: په راتلونکو ۲ میاشتو کې د محلی پولیسو ځواک رامنځ ته کوو


د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال جنرال منیر منګل، چې محلي پولیس له ملي پولیسو څخه ۴۰٪ کمه تنخوا ترلاسه کړي
د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال جنرال منیر منګل، چې محلي پولیس له ملي پولیسو څخه ۴۰٪ کمه تنخوا ترلاسه کړي

د کورنیو چارو وزارت امنیتی مرسیتال منیر منګل د چهار شنبې په ورځ خبریالانو ته د دغو پولیسو په اړه د معلوماتو ورکولو په اړه وویل، چې دا پولیس به په هغو کلیو او ولسوالیو کې جوړ شي، چې له ډیرو امنیتی ګواښونو سره مخ وي.

په داسې حال کې چې د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي په راتلونکو څلورو میاشتو کې په هیواد کې دخصوصي امنیتی کمپینو د لغوه کولو فرمان صادر کړی، د کورنیو چارو وزارت وایي د محلي پولیسو په نوم د پولیسو نوی ځواک رامنځ ته کوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت امنیتی مرستیال جنرال منیر منګل د چهار شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې د کورنیو چار وزارت په چوکاټ کې به په راتلونکو دوو میاشتو کې د سیمه یېزو پولیسو د جوړیدو کار پیل شی او په لومړي سر کې به لس زره کسان ورته جذب شي.

نوموړي وویل، سیمه یېزو پولیسو ته به خپله د سیمې کسان د یوه موقت قرارداد له مخې نیول کیږي او د ملي اردو او پولیسو ملاتړ به وروسره وي:

"اصلي پوښتنه داده چې دغه ځواکونه له کومې لارې جوړیږي؟ ایا له جنګسالارانو، مفسدو او له هغو کسانو نه چې د مخدره موادو د تولید، فساد او نارواوو عاملین دي، او که نه دولت یې په خپل د سیمو له شریفو او هغو خلکو جوړوي، چې د ملت په درد دردیږي او قانون ته غاړه ږدي، نو کامیابی یې په دې پورې اړه لري چې دغه پولیس له ښو خلکو جوړیږی او که له بدو."

د کورنیو چارو د وزارت مرستیال وویل، چې محلی یا سیمه یېزپولیس به له ملی پولیسو نه څلویښت فیصده کم معاش اخلي خو په ورځ کې به ورته دوه ډالره د اعاشې ورکول کیږي.

ښاغلي منګل وویل، یونیفورم به یې بیل وي، چې له نورو پولیسو سره یې توپیر وشي.

د نوموړي په وینا محليپ ولیس به هم په هماغو شرایطو نیول کیږي چې اوسمهال ملی پولیسوته کسان نیول کیږی.

د محلي پولیسو د جوړیدو وړاندیز په افغانستان کې د ناټو او امریکایی ځواکونو عمومی قومندان جنرال ډیوډ پټرویس هم کړې و.

د پوځی چارو یو شمیر کارپوهان په دې باور دي چې افغان دولت د یوې اړتیا له مخې دغه پولیس جوړوي، ځکه چې په هیواد کې د ناامنیو لمن پراخه شوې.

د پوځی چارو یو تن کارپوه او د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال جنرال عبدالهادي خالد هم د سیمه یېزو پولیسو جوړول یوه اړتیا بولي خو وايي بریالیتوب به یې په دې پورې اړه ولري چې څرنګه کسان ورته جذبیږي.

خالد اندیښنه څرګنده کړه چې د سیمه یېزو پولیسو د جوړیدو طرحه د مرستندیه یا کمکي پولیسو د تجربې په شان ناکامه نشي.

هغه وویل، څو کاله مخکې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت شاوخوا یو لس زره مرستندویه پولیس رامنځ ته کړل، خو داچې بې سواده او د زورورو اشخاصو کسانو ورته جذب شوي و، ډیر ژر بیرته له منځه ولاړل.

افغان دولت په داسې حال کې ددغو پولیسو په جوړولو لاس پورې کوي چې په دې وروستیو کې په اکثرو لرو پرتو سیمو کې ناامني زیاته شوې او قومي مشران او دولتي کارکوونکي پر وړاندې امنیتی ګواښونه ډیر شوي دي.
XS
SM
MD
LG