د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۴۸

چهار شنبې د اګسټ 18مه


وال سټریټ ژونال:

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼه چې په امریکا کې خپریږي، په یوې مقالي کې یې د افغانستان کورنۍ وضعه څیړلې او تر دې سر لیک لاندې "د خلکو زړونه او فکرونه څنګه خپلیدای شي؟" یوه مقاله لیکلې ده او په یوې برخې کې یې راغلي:

د افغانستان حالات دا مهال هم د خلکو د خوښې پر خلاف پرمخ روان دي.


د جګړې په شرایطو کې دا خبره تل مطرح وي، چې څنګه د خلکو زړونه باید خپل شي؟ خو په افغانستان کې داسې کارونه کیږي، چې له بهرنیو ځواکونو او افغان حکومت څخه د خلکو زړونه توروي.

وال سټریټ ژورنال لیکي، په افغانستان کې اداري فساد، بې امنۍ، په اختلاس او فساد کې د بهرنیو کمپنیو او شرکتونو لاس درلودل، د ملکي خلکو مرګ ژوبلې او له افغانستان سره د مرستې له میلیاردونو ډالرو څخه ناوړه استفاده، دا ټول هغه عوامل دي، چې خلک یې بې باوره کړي او له بهرنیانو او افغان حکومت څخه یې زړه توري کړي دي.

ورځپاڼه لیکي، د افغانستان په څېر بحراني ټولنو کې د مخالفانو د کمزوره کولو په مقصد، ټول زیار باسي چې د خلکو زړونه او فکرونه خپل کړي.

خو په افغانستان کې په دې اړه زیات کار نه دی شوی. که نور نه وي، بهرني ځواکونه او افغان حکومت باید داسې کار ونه کړي چې خلک د کلی کور پریښودو ته اړ شي او د دښمن لیکې غښتلې کړي.

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوست ورځپاڼې په یوه مضمون کې لیکلي، که چیرې افغانانو ته د هوسا ژوندانه شرایط برابر شي نو ممکن د مخالفانو صفونه کمزوري شي.

د ورځپاڼې په باور، افغانستان د لاسي صنایعو له پلوه غني هېواد دی او شاوخوا یو میلون کسان په غالیو اوبدلو بوخت دي. که چیرې دغه صنعت ته فني وده ورکړل شي، په سلونو زرونو خلکو ته به د کار امکانات برابر شي او میلونونو نورو ته به یوه مړۍ ډوډۍ هم میسره شي.

واشنګټڼ پوست لیکي، د امریکا متحده ایالات هڅه کوي چې د افغانستان د غالیو د صنعت د غښتلتیا او په بهر کې د خرڅلاو یا مارکیټ موندنې په مقصد د یو میلون ډالرو یو تړون لاسلیک کړي.

د دغه تړون په اساس به د افغانستان په داخل کې د غالیو صنعت منظم شي او په زرونو متره افغانۍ غالۍ به له دې وروسته د پاکستان په ځای، په افغانستان کې پریمنځل کیږي او سمبالیږي.

ورځپاڼه لیکي، که د امنیتي ستونزو له وجې سوداګر د افغانستان داخل ته زړه ښه نه کړي نو د ترکیې په استانبول ښار کې به د افغانستان د غالیو یو ستر مرکز جوړ شي او په دې توګه به سوداګر د افغانستان د غالیو تولیدات له هغه ځای پیري.

د ورځپاڼې په باور، که چیرې د افغانستان نورې صنایع او د کرنې سکتور هم تقویه شي، زیات شمېر افغانان به په کاروبار مصروف شي او پرته له شکه چې د وسله والو مخالفانو لیکې به کمزوري او ورو ورو به له دې هیوا څخه د جګړې ټغر ټول شي.
XS
SM
MD
LG