د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۵

کېري: امریکا بې حد و حصره صبر نه لري


کیري وايي، ساد هغه د پام وړ ستونزه ده چې د افغانستان حکومت ورسره لاس او ګرېوان دی
کیري وايي، ساد هغه د پام وړ ستونزه ده چې د افغانستان حکومت ورسره لاس او ګرېوان دی

د امریکا د سنا یوه مهم غړي کابل ته د سفر په ترڅ کې افغان ولسمشر ته په ډاګه کړې چې امریکا په افغانستان کې د داسې یوه حکومت د ملاتړ لپاره بې پایه حوصله نلري چې په هېواد کې د فساد د مخنيوي لپاره کوټلي اقدامات نه کوي. سناتور جان کېري ولسمشر حامدکرزي ته ویلي دي چې باید د اداري اصلاحاتو په برخه کې هڅې چټکې کړي. دا په داسې حال کې ده چې دامریکا ولسمشر بارک اوباما غواړي د روان کال په پای کې د خپلې ستراتیژۍ څېړنه وکړي.

د امریکا په سنا کې د نړیوالو اړیکو د کمیټې مشر دیموکرات سناتور جان کېري وايي ولسمشرحامدکرزی او حکومت یې که څه هم په خپلو چارو کې پرمختګ کړی خو دی باید د افغانستان او امریکا خلکو ته قناعت ورکړي چې د دوی د ملاتړ وړتیا لري.

کېري په کابل کې د خبریالانو یوې وړې ډلې ته وویل، دا د آزموینې پړاو دی او دی په همدې خاطر کابل ته تللی. ده زیاته کړه، کرزی او حکومت یې باید پوه شي چې امریکا د داسې یوه حکومت د ملاتړ لپاره چې د حکومتدارۍ له لوړو معیارونو سره سمون ونلري بې حده و حصره حوصله نلري.

سناتور کېري چې له ښاغلي کرزي سره تر کتنې وروسته خبرې کولې په ډاګه کړه چې فساد هغه د پام وړ ستونزه ده چې د افغانستان حکومت ورسره لاس او ګرېوان دی، او دا په داسې حال کې ده چې له ۲۰۰۱ کال راهیسې په افغانستان کې د بې امنیتۍ ترټولو سخت حالت راغلی.

د افغانستان په حکومت کې فساد او اداري اصلاحات هغه مسایل دي چې په واشنګټن کې یې سختې اندېښنې رامینځ ته کړي دي، او دا په داسې حال کې ده چې دامریکا ولسمشر بارک اوباما غواړي د روان کال په پای کې د خپلې ستراتیژۍ څېړنه وکړي.

په داسې حال کې چې په متحدوایالاتو کې د افغانستان له جګړې څخه ملاتړ په کمېدو دی په ډسمبر میاشت کې- د جګړې د ستراتیژۍ له څېړنې یوه میاشت مخکې په امریکا کې د کانګرس د نیمايي دورې انتخابات هم په پام کې دي.

له بلې خوا د ولسمشربارک اوباما د ډیموکرات ګوند غړي هم د دې جګړې په برخه کې په دوو ډلو وېشل شوي دي او ځکه په روان کال کې د ولسمشر اوباما د نوې ستراتیژۍ له مخې، افغانستان ته د دېرش زره نورو سرتېرو د استولو د لګښتونو د لایحې تصویب په کانګرس کې شپږ میاشتې وځنډېد.

سناتور جان کېري وویل، کرزی پوهېږي چې دا آزموینه د ده او د ده د حکومت لپاره ډېره مهمه ده. ده زیاته کړه، ښاغلی کرزی پوهېږي چې د امریکا د کانګرس په دواړو څانګو کې داسې کسان شته چې په ډېرې بې صبرۍ سره سترګې په لاره دي چې په افغانستان کې څه کېږي او څه نکېږي.
ښاغلي کېري همداراز یادونه وکړه چې د فساد پرضد د نوي ځواک او د درنو جرایمو د تحقیقاتو د ادارې له جوړېدو سره مثبت ګامونه اخیستل شوي دي. د ده په وینا له دې مخکې په دې برخه کې اقداماتو ډېر مثبت نتایج نه لرل.

دې امریکايي سناتور زیاته کړه چې امریکايي چارواکي باید له افغان ولسمشر سره د ډېرو مشخصو اهدافو په برخه کې په ګډه کار وکړي خو ده، د دې اهدافو په اړه جزییات ورنکړل.

جان کېري وویل، تراوسه هغه وخت نه دی رارسېدلی چې واشنګټن د ولسمشرحامدکرزي له ملاتړ څخه یوازې په دې خاطر لاس واخلي چې امریکایان د مثبتو نتایجو لپاره بې صبره دي، ځکه د ده په وینا افغانستان ته د اضافي سرتېرو د استولو لپاره د اوباما د ستراتیژۍ عملي کول یوازې د ۲۰۰۹ له ډسمبر میاشتې څخه پیل شوي دي.

کېري زیاته کړه، زه د بې صبرۍ په علت پوهېږم، خو بې صبري کومه ستراتیژي نه ده او د متحدوایالاتو د امنیت اړتیاوې نشي پوره کولای.

کېري یادونه وکړه چې ښاغلی کرزی هم ځینې غوښتنې لري مثلاً دا چې په هغو چارو کې چې نړیوالې موسسې او یا مرستندویې ټولنې یې په افغانستان کې کوي افغانانو ته ډېره ونډه ورکړل شي او یا هم په ځینې حالاتو کې پېښېږي چې په یوه برخه کې دواړه لوري اقدامات کوي.

سناتورکېري د خپلو څرګندونو په پای کې وویل، داسې کارونه شته چې باید افغان لوری یې وکړي خو د امریکا لوری هم باید ځینې کارونه وکړي.
XS
SM
MD
LG