د امریکا فدرالی څارنوالانو څیړنې پیل کړي څو دا معلومه کړي، چې د لویس برجر شرکت چې مرکز یې په نیوجرسي کې دی د هغو لګښتونو په صورت حسابونو کې چې د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې ته شوي دي مبالغه کړې ده.
د امریکا نړیواله پراختیایي اداره د دې هېواد د ډېرو هغو پروژه څارنه کوي، چې نړیوالې پراختیا ته کارکوي.
د لویس برجر پر شرکت په داسي حال کې تورونه لګول کیږي، چې امریکايي مقامات د افغانستان په دولتي ادارو کې له اداري فساده سرټکوي.
خو د افغانستان ولسمشر حامد کرزي پر هغو څېړنو چې د امریکا په مشرۍ په افغانستان کې د ادارې فساد په ارتباط کیږي سخت انتقادونه کړي او وایي ځیني هیوادونه او مرسته رسونکي سازمانونه پر هغو ملیاردونو ډالرو اختلاص باندې سترګې پټوي، چې افغانستان ته د مرستې لپاره ځانګړي شوي.
د لویس برجر شرکت د بیارغونې په هغو پروژو کې چې امریکا یې په عراق او افغانستان کې لري اساسي رول لوبوي.
دا اوس لویس برجر په افغانستان کې د یو اعشاره څلورو میلونو ډالرو په ارزښت د بنیادي پروژو لکه د سړکونو د جوړولو او د انرژۍ د تاسیساتو مسوولیت په غاړه لري.
څارنوالو ویلي، روان تحقیقات تیره اوونۍ د لویس برجر د شرکت د اصلي څانګې یعنې برجر ګروپ هولدنګ د مشر دیریش وولف په غوښتنه پیل شوی.
دیرش وولف چې د دې شرکت د یو په درېیمه اسهامو مالک دی تر استعفی وروسته هڅه کوي، چې د هغه اسهام او شتمني په دې قضیه کې ګرو او یا هم وانه خیستل شي .
هغه وايي، د دې شرکت په اړه د څارنوالانو د تحقیقاتو د پای ته رسولو لپاره استعفی ته مجبور شو.
د څه باندې درې سوه میلیونو ډالرو په ارزښت کابل ته نیژدې د ډیزلي برېښنا تاسیسات داسې یوه پروژه ده، چې د لویس برجر له خوا څارل کیږي.
د امریکا د نړیوالې پراختیا د ادارې مدارک دا ښیي چې د دې پروژې لګښتونه تر لومړنۍ محاسبې، دری برابره زیات حساب شوي او د پای ته رسیدو وخت یې هم یو کال ځڼډیدلی دی.
د څارنوالو اسناد نه څرګندوي، چې دوی په ځانګړې توګه پر کومې پروژې کار کوي.
د لویس برجر د شرکت مقاماتو د شنبې په ورځ وویل، چې دوی د امریکا له حکومت سره د څیړنو په برخه کې خپلو بشپړو همکاریو ته دوام ورکوي خو د تحقیقاتو په جریان کې یې په اړه تبصره نشی کولاي.