د کابل په لوېدیځ د دارالامان په سیمه کې د کروغ غره ته نږدې له امید سبز ښارګوټي سره د کوچیانو او هزاره ګانو تر جګړې وروسته د کابل امنیتي چارواکي د دغې جګړې د پای ته رسېدو خبره کوي.
دغه جګړه د جمعې په ورځ د غره په لمن کې، د مځکو پر سره پیښه شوه، چې د سر او مال زیانونه یې هم لرل.
د کابل د امنیې قومندانۍ مرستیال جنرال خلیل الله دستیار د شنبې په سهار ازادي راډیو ته وویل، چې د جنګ په سیمه کې حالت سم دی.
"له پرون شپې ۸ بجو څخه تر دم ګړۍ پورې وضعیت سم دی، نن چې د هفتې لومړۍ ورځ ده خلک په خپلو عادي کارونو بوخت دي او د الله تعالی په مهربانۍ تر اوسه د تشویش وړ کومه خبره نشته."
ولسمشر حامد کرزي د جمعې د ورځې د جنګ د زیانونو د څېړلو په هدف یو کمېسیون ګمارلی دی.
د ولسمشر د سلاکار شهزاده مسعود په مشرۍ په دغه کمیسیون کې د هزاره ګانو څو قومي مشران، د عدلي او قضایي ادارو استازي او کابل ښاروالي.
تر دغې جګړې یوه ورځ وروسته هم د کابل ښار د کوټې سنګي او شا و خوا سیمو کې د تاوتریخوالی ویره موجوده وه، دکانونه او مارکېټونه بند وو او د خلکو ګڼه ګوڼه کمه وه.
خو پولیس او د ملي اوردو سرتیري د ممکنه تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره په ډېرو لنډو فاصلو ولاړ و.
د سیمې خلک او دکانداران وايي، چې د یو شمیر هزاره و په مظاهرو کې خلکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.
”۱- مظاهره کوونکو په مارکیټونو حملې وکړې، دروازې یې ماتې کړې، پنجرې یې ماتې کړې د سرو زور په دوکانونو یې هم حملې کړي. په دې مارکېټ شاوخو پنځوس لکه افغانۍ خلکو ته تاوان رسیدلی دی.
۲ـ لمونځ مې وکړ او راووتم، چې د خپلو اولادونو لپاره یوه ګوله ډوډۍ پیدا کړم خو د هغوی له لاسه ټول شیان راته خراب شول، هېڅ نه پوهیږم چې دولت دی که هغوی دي څو ایله خلک راشي، دولت دغه ۴ ایله خلک نه شي نیولای، غریب تر پښو لاندې دی.“
امنیتي چارواکي وایي، چې د جمعې د ورځې په پېښه کې ۱۰ تنه پولیس او ۹ ولسي خلک ژوبل شوي خو د جګړې خواوي وایي، دوی ته ډیر زیانونه رسېدلي دي.
د جمعې په ماپښین د دغه تاوتریخوالي لمن د ګوټې سنګي سیمي ته هم ورسېده او مظاهره کوونکو دکانونو او مارکېټونو هیندارې او ښیښې ماتې کړې او عامو خلکو ته یې زیانونه اړولي.
تر دې پخوا د روان کال د غويي په مياشت کې د ميدان وردګو په بهسودو او دايميردادو ولسواليو کې د څړځايونو پر سر د کوچيانو او هزاره ګانو ترمنځ وسلوالې نښتې شوې وې.
راپور: معصوم میوند