د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۱۲

سیلابونو څومره خلکو ته زیانونه اړولي او لاملونه یې څه دي؟


خلک وایي چې دوي پخوا هم سیلاونه لیدلي ول خو دا شان نه
خلک وایي چې دوي پخوا هم سیلاونه لیدلي ول خو دا شان نه

په افغانستان کې په وروستیو سیلاونو کې د دې تر څنګ چې نږدې دوه سوه کسان وژل شوي په زرګونه کورنه هم ویجاړ شوي او زیانمن شوي دي او خلک هم د خپلې استوګنې له سیمو څخه بې ځایه شوي دي، خو دا چې دغو سیلاونو څومره زیانونه اړولي دي، لاملونه یې څه دي؟ په راتلونکي کې یې باید د مخنیوی لپاره څه تدابیر ونیول شي. دا راپور په غږ کې هم اورېدای شي د پاڼې له کیڼې برخې څخه

سږنیو سیلاونو د افغانستان په مرکز او ولایتونو کې خلکو ته ډول، ډول تاوانونه اړولي دي، خلک وایي چې دوي پخوا هم سیلاونه لیدلي ول خو دا شان سیلاونو ساری نه درلود.

د بغلان ولایت اوسیدونکی محمد نعیم سږنیو سیلاونو ته حیرت وړی دی:

"سیلابونو ګڼو خلکو ته سخت مالي او ځاني تاوانونه اړولي دي.دې سیلابونو په بغلان جارو راتیره کړه."

د راپورنو له مخې د افغانستان د بیړنیو حالاتو کمېټې په خپلې وروستۍ غونډه کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د راوتلو سیلاونو له امله د وژل شوېو کسانو شمېر ۱۹۱ کسه ښودلی دی.

د دغه کمیسیون په وینا د دغو سیلاونو له امله شا او خوا ۲۵۰۰ کورنه وران شوي او کابو ۱۵۰۰ کسان د خپلې استوګنې له سیمو څخه بې ځایه شوی دي، سیلاب ځپلي وایي، دوی د دولت او خلکو هر ډول انساني مرستو ته اړتیا لري.

د نورستان ولایت اوسیدونکی فضل الله :

(سخت شدید بارن دی، سیلاو راځي، اتیا ، سل کورونه سیل وړي دي، څلویښت، پنځه څلویښت کسه وژل شوي دي، حکومت دې خلکو ته خوراکي مواد ورسوي.)

خو د افغانستان د پېښو پر ضد د مبارزې اداره وایي، چې له سیلاو ځپلو سره بیړنۍ مرستې شوي او د دغو مرستو لړۍ لا هم روانه ده.

د افغانستان د پېښو پر ضد د مبارزې د ادارې ریس عبدالمتین ادراک وايي:


(زموږ د مرستو رسولو لړۍ دوام لري، په ننګرهار، کنړ، کاپیسا او پروان کې حالات ښه دي، ټولو ولایتونو ته لومړنۍ مرستې رسیدلي دي، خو خوراکي مواد چې د درېوو میاشتو لپاره دې دا به د ډبلیو، ایس، پي تر سروې ورسته خلکو ته ویشل کیږي، خو یو شمېر مواد د سرې میاشتې ټولنې او نور موسسو له خوا ویشل شوي دي.

په ټولیز ډول په هیڅ ولایت کې د مرستې رسولو لړۍ نه درول شوې او نه هم بشپړه شوې ده.)

د سیلاو ځپلو سیمو خلک د نورو مرستو تر څنګ روغتیایي خدمتونو ته هم اړتیا لري ځکه د دوی کورنه نړېدلي، د خپلې استوګڼې له سیمې بې ځایه شوي او په وچو ډاګونو کې به ډیرو کمو امکاناتو سره د مجبورۍ شپې ورځې تیروي.

خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند کارګر نور اوغلي وایي، چې سیلاو ځپلو ته د مرستې په خاطر اغیږمنو سیمو ته روغتیایی ټیمونه استول شوي او هڅه روانه ده چې د څښاک ناولې شوې اوبه هم د کلورین په واسطه بیرته د خلکو د استفادې وړ وګرځول شي:

(له نیکه مرغه کومې سیمې چې سیلاونو ځپلي او یا هم د سیلاونو ترخطر لاندې دي دغه سیمې له روغتیایي پلوه کنترول شوي دي، د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د سیلاو ځپلو ولایتونو روغتونونو ته د چمتو شوي حالت امر کړی دی، دغه شان ګرځنده روغتیایي ټیمونه اغیږمنو ولایتونو ته تللي او د څښاک لپاره د ناولو شوېو اوبو د پاکولو به هدف هم یوه اندازه درمل او کلور دغه سیمو ته استول شوي دي.)

د دغو سیلاونو له امله د نورو تاوانونو تر څنګ د افغان بزګرانو کرنیزې ځمکې او حاصلات هم زیانمن شوي دي.

د افغانستان د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزیر انجنیر محمد اصف رحیمي وایي چې د دغه وزارت د سروې ټیمونه به افغان بزګرانو سره د دوی د کرنیزو ځمکو او د اوبو د بندونو د رغولو په برخه کې هم مرسته وکړي.

سږ سیلاونو یواځې په افغانستان کې نه ول او د ګاونډی هېواد پاکستان ګڼې سیمې یې هم لاندې کوې دی چې د اقتصادي چارو د کارپوهانو به وینا دغو سیلاونو به افغانستان کې د خلکو پر اقتصادي وضیعت هم خپل منفي اغیز شیندلی دی، د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعوو د خونې مرستیال خان جان الکوزی وایي چې د افغان سوداګرو به زرګونه کانتینره مالونه به خیبر پښتونخوا کې دریدلي او د بازار په نرخونو کې په سلو کې پنځه تر اووه زیاتوالی راغلی دی.

"په تاصف سره اخري بارانونه زموږ په ختیځ او شمال ختیځ ولایتونو کې وشو سربیره پردې چې ډیری خلکو ته يي مالي او ځاني تاوانونه اړولي او په اقتصاد يي هم ناوړه اغیزه کړې د تګ او راتګ لارې هم بندې شوی او په مواصلاتو کې خنډ راغی او همدارنګه په بازارنو کې یی هم په نرخونو باندې تاثیر وکړ."

په افغانستان کې د سږنیو سیلاونو لاملونه څه دي او په راتلونکي کې یې د مخنیوي لپاره کوم تدابیر شته او که نه؟ دا هغه پوښتنې دي چې د چاپیریال ساتنې د چارو له یو کار پوه عبدالغفار احمدزي څخه مو پوښتلي دي:

"شین پوښښ د ځمکې دا له منځه تللی او بل دا ده چې ۶۰فیصده د ځنګلونو له منځه تلل دا هم ډیر زیات تاثیرات لري."

که څه هم افغان دولت له سیلاو ځپلو سره د هرډول مرستو خبره کوي خو خلک دغه مرستې کافی نه بولي او وایي چې دغه مرستې به خپل وخت سره اغیږمنو کسانو ته نه رسیږي.

خلک وایي، چې پکار ده افغان دولت د دا شان احتمالي پېښو د قربانیانو سره د مرستې به خا‌طر مخکیني جوړ شوي پروګرامونه ولري تر څو مستحقینو ته پر وخت مرستې ور ورسییږي.

په خیبر پښتونخوا کې د سیلا زپلو د ژغورنې چارې

x
په خیبر پښتونخوا کې د سیلا زپلو د ژغورنې چارې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:02 0:00
XS
SM
MD
LG