د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۲۲

سمر:میرمنې د سولې په راوستلو کی ښه رول ادا کولای شي


د افغانستان د بشر د حقوقو د خپلواک کمیسیون مشرې سیما سمر
د افغانستان د بشر د حقوقو د خپلواک کمیسیون مشرې سیما سمر

په سوله او امنیت کې د ښځو د ونډې ترسرلیک لاندې د دوشنبې په ورځ په کابل کی یو ورځنی سیمنار جوړ شوې وه. دغه سیمنار د ښځو د شبکې، په کابل کې د امریکا د سفارت او یو شمېر نورو ادارو له خوا جوړ شوی وه په کې یوشمېر ښځو وویل چې د ښځو له ونډې پرته سوله نه شي راتلای.

که څه هم د تېرو څو کلونو راهیسي د حکومت دارۍ او په هېواد کې د سولې او امنیت په برخو کې د ښځو د فعالې ونډې خبرې کیږي خو یو شمېر ښځې وایي چې که د سولې په خبرو کې د هغوي حضور یواځې سمبولیکه بڼه ولري نو سوله به پایداره نه وي.

د افغانستان د بشر د حقوقو د خپلواک کمیسیون مشرې سیما سمر وايي چې ښځې د سولې او ثبات راوستلو توان لري او باید ونډه ورکړل شي:

"ښځې کولای شي چې د سولې په راوستلو کی رول ادا کړي. زه په دې عقیده یم چې هیڅ سوله د ښځو له ونډې پرته پایداره نه شي کېدای او ان ناممکنه بریښې.

ولې په افغانستان کې مو په تېرو کلونو کې هیڅ داسې نه دی لیدلي چې د سولې او یا داسې بل هر قرارداد پرمهال ښځو ته بلنه ورکړل شوي وي نوځکه سوله هم پایداره نه وه. ان که په راتلونکې کې هم ښځو ته ونډه ورنه کړل شې نو سوله به پایداره نه وی."

په عین حال کې یو شمېر ښځې بیا وایي چې یواځې د داسې پروګرامونو په جوړولو سره سوله نه شي راتلای بلکې د ښځو د ونډی اخیستلو په برخه کې باید عملی ګامونه پورته شي.

د افغانستان د ښځو چارو د وزارت سرپرستې حسن بانو غضنفر وویل چې د ښځو د ونډې اخیستلو په برخه کې باید ټول شعارونه د عمل جامې وا غوندي:

"تراوسه مو هم د خپلو خبرو او مفاهمو له لېارې د سولې په برخه کی رول ادا کړی. ولې خلک غواړي چې نورهم مضبو‌ط ګامونه پورته شي.

سولې ته ښځې تر نارینوو زیاتې تږې دي. ځکه ښځې له جګړو زیاتې متضرره کیږي او د سولې په نه موجودیت کې له زیاتو ستونزو سره مخامخ کیږي."

که څه هم هڅه کیږي د داسې پروګرامونو په جوړولو سره د ښځو سیاسي شعور ته وده ورکړل شي ولې بیا هم زیاتې ښځې په دې باور دي چې په راتلونکې کې به هم ښځو ته د کافي ونډې ورکولو په برخه کې سیاستونه یواځې سمبولیکه بڼه ولري.

خو افغان دولت تل په دولتې ادارو کې د ښځو د فعال حضور ناری وهلي.

مجاهد جواد.
XS
SM
MD
LG