د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۲

فرانس: د ای. اې. اېم، کارکوونکو د عیسویت تبلیغ نه کاوه


د IAM مشر دیرک فرانس هم پر خپلو همکارانو د عیسویت د تبلیغ تور بلکل غلط وباله
د IAM مشر دیرک فرانس هم پر خپلو همکارانو د عیسویت د تبلیغ تور بلکل غلط وباله

په افغانستان کې د IAM مرستندویې موسسې د اتو وژل شویو غړو د ډلې د یوې، کرین وو کورنۍ وايي، چې نوموړې د عیسویت لپاره د تبلیغ په هېڅ راز فعالیتونو کې لاس نه درلود. وسله والو طالبانو د دې اتو روغتیايي کارکوونکو د وژنې د ادعا تر څنګ پر دې ډله تور لګولی دی، چې دوی افغانان عیسویت ته رابلل.

د برتانوۍ کرین وو کورنۍ وايي، چې دې مېرمنې په افغانستان کې یوازې او یوازې بشري هدف درلود.

د IAM د لسو کارکوونکو د وژنې مسوولیت هم طالبانو او هم حزب اسلامي په غاړه اخیستی دی. دواړو ویلي، چې دا ډله د عیسویت د تبلیغ په مقصد افغانستان ته تللې وه.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته وویل، دوی د ناټو لپاره جاسوسي کوله او خلکو ته په سیمه ایزو ژبو د انجیل په وېشلو سره یې د عیسویت لپاره تبلیغ کاوه.

خو د کرین وو د کورنۍ غړو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې کرین یوه بشرپاله وه او هېڅ راز مذهبي او سیاسي اجنډا یې نه درلوده.

په خبرپاڼه کې راغلي، مېرمن وو، غوښتل نړۍ په دې پوه شي چې په افغانستان کې تر روانې جګړې هاخوا یوه بله جګړه هم روانه ده او هغه دا چې خلک له خپلو ابتدايي اړتیاوو څخه بې برخې دي.

د IAM مشر دیرک فرانس هم پر خپلو همکارانو د عیسویت د تبلیغ تور ناسم وبلل ویې ویل، دا بالکل غلط او جعل شوي تبلیغات دي او زیاته یې کړه، موږ نه د عیسویت تبلیغ کوو، نه خلکو ته انجیل ورکوو او نه دا زموږ کار دی. فرانس وویل، IAM هغه کار کوي چې له حکومت سره یې توافق پرې کړی.

کرېن وو چې خلکو ته د روغتیایي مرستو له رسولو وروسته د IAM له لسو کارکوونکو سره یوځای له نورستان څخه کابل ته پرلاره ووژل شوه، په پام کې وه چې له افغانستانه له ستنېدو سره سم واده وکړي. د کرین نامزد مارک سمیت وايي، چې د نوموړې مړینه د افغانستان لپاره یوه ضایعه وه.

د کرین د کورنۍ غړي وايي، چې دا یوه رښتینې اتله وه او که څه هم په افغانستان کې یې د کار په بهیر کې وېره لرله، خو هېڅکله یې هم دې وېرې ته اجازه نه ورکوله چې د دې د کار په لاره کې خنډ شي.

کرین وو، په دې وروستیو کې په خپله انټرنیټ پاڼه کې لیکلي وو، چې غواړي د ډاکټرانو په یوه ډله کې په نورستان ولایت کې له مېرمنو او ماشومانو سره د مرستې یو کلینیک جوړ کړي.

په همدې حال کې د IAM موسسې مشر دیرک فرانس وايي، د دوی د لسو کارکوونکو له وژل کېدو سره سره، تر ډېره حده ناممکنه ده چې دا موسسه به په افغانستان کې خپل فعالیت بند کړي.

فرانس وايي، IAM له څه باندې ۴۴ کلونو راهیسې په افغانستان کې فعالیت کړی. د نوموړي په وینا دې موسسې د پخواني پاچا د واکمنۍ له وخته نیولې، بیا د کمونیستانو او روسانو تروخته، د مجاهدینو د بېلابېلو ډلو د واکمنۍ په سیمو او بیا د طالبانو د واکمنۍ په وخت کې له افغانانو سره مرستو ته دوام ورکړی دی.

له ابتدايي تحقیقاتو څخه معلومه شوې ده، چې په وژل شویو کې دوه افغانان او اته تنه بهرنیان دي او په بهرنیانو کې پنځه نارینه او درې مېرمنې دي.

داهم څرګنده شوې، چې د قربانیانو شپږ تنه د امریکا، یو د برتانیې او یو د جرمني اتباع دي، خو په کابل کې د امریکا سفارت ویلي، چې اوس مهال به د خپلو وژل شویو اتباعو نومونه افشا نه کړي.

د امریکا د بهرنیوچارو وزیرې هیلیري کلېنټن تېره ورځ د IAM د لسو کارکوونکو پر وژنه ژوره خواشیني څرګنده کړه او طالبان یې په دې خاطر وغندل. مېرمن کلېنټن دا د نامردۍ یو شریر عمل وباله چې د دې په وینا د طالبانو قضاوت ښيي. دې په افغانستان کې د IAM د کارکوونکو خدمات د اتلولۍ او لوی زړه خدمات وبلل.

د برتانیې د بهرنیو چارووزیر ویلیم هېګ هم د خپلې هېوادوالې کرین وو د مړینې د تاییدولو ترڅنګ د دې وژنې په خاطر د طالبانو غندنه وکړه او دا یې یو خواشینوونکی او جبون عمل وباله. هېګ وویل، چې دا د افغانستان د خلکو د ګټو ضد عمل و.

په همدې حال کې د افغانستان د کورنیوچارو وزارت ویلي دي، چې د دې پېښې د څرنګوالي په اړه یې تحقیقات پیل کړي دي.

د IAM د لسو کارکوونکو د وژنې مسوولیت که څه هم طالبانو او حزب اسلامي دواړو په غاړه اخیستی خو د کورنیو چارو وزارت ویاند زمري بشري فرانسپرس خبري اژانس ته وویل، اوس له وخته مخکې ده، چې د دې وژنې د علت او عاملانو په اړه خبرې وشي.

په کابل کې د امریکا د سفارت ویاندې کېتلېن هېدېن په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې د وژل شویو کسانو مړي پرون یکشنبې کابل ته انتقال شول او د افغان، امریکایي، جرمني او برتانوي چارواکو له خوا یې هویتونه تثبیت شول. ویاندې تایید کړه چې په وژل شویو کې شپږ تنه امریکايي اتباع دي.

د جرمني د بهرنیوچارو وزارت هم ویلي دي، چې په وژل شویو کې یوه د دې هېواد پنځه دېرش کلنه مېرمن وه.
XS
SM
MD
LG