د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۳ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۱۹

نادري: د ښكيلو خواو په عملياتو كې ملكي مرګ ژوبله ډيره شوې


د افغانستان د بشر د حقونو خپلواك كمېسيون وياند نادر نادري
د افغانستان د بشر د حقونو خپلواك كمېسيون وياند نادر نادري

د افغانستان د بشري حقونو خپلواك كمېسيون په خپل نوي راپوركې ويلي چې په دغه هېواد كې د په جګړې كې د ښكيلو خواو په عملياتو كې ملكي مرګ ژوبله زیاته شوې ده. د بشري حقونو د كمېسيون چارواكو وويل چې د روان ميلادي كال په اوو مياشتو كې تر۱۳ډېر كسان د وسلوالو مخالفينو په بریدو، چاودنو او د افغان او بهرنيو ځواكونو په عملياتو كې وژل شوي.

په افغانستان كې د ملكي مرګ ژوبلې د مخنيوي لپاره هلو ځلو سره سره، د افغانستان د بشر د حقونو خپلواك كمېسيون وايي، په تېرو 7 مياشتو كې د افغانستان په بېلابيلو برخو كې تر 13 سوو ډېر ولسي خلك په جګړو كې د ښكيلو خواو په عملياتو كې وژل شوي دي.

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواك كمېسيون وياند نادر نادري د يكشنبې په ورځ د دغه راپور د خپرولو پر وخت خبريالانو ته وويل چې، د افغان دولت د وسلوالو مخالفينو له خوا د ولسي خلكو په وژنه كې د تېر كال په پرتله زياتوالى راغلى خو د نړېوالو ځواكونو په هوايي بمبار كې د ملكي خلكو په وژنه كې كموالى راغلى دى.

ښاغلي نادري وويل چې، د دوى د راپور له مخې په تېرو 7 مياشتو كې ډېر ملكي خلك د وسلوالو مخالفينو له خوا وژل شوي دي:

(د تېر شوو ۷ میاشتو په ترڅ کې۱۳۲۵ملکي وګړي د ښکیلو له خوا څخه وژل شوي په ده کې ۶۷،۵٪ ملکي کسان د وسلوالو مخالفینو له خوا وژل شوي.)

نوموړي وويل د دغو كسانو له جملې څخه يوازې 700 تنه ولسي خلك د افغانستان په جنوبي ولايتونو كې وژل شوي دي ، هغه هم ډېره برخه يې د وسلوالو مخالفينو په ترورونو او د سړك د غاړې په چاودنو كې.

د افغانستان د بشر د حقونو د خپلواك كمېسيون د معلوماتو له مخې 303 تنه ولسي خلك د افغان او نړېوالو ځواكونو له خوا په پوځي عملياتو كې وژل شوي دي.

ښاغلى نادري وايي، په افغانستان كې د جګړې ښكيلې خواووې اسلامي، جنګي او نړېوالو قوانینو ته پام نه كوي چې له امله يې ډېر ولسي خلك وژل كېږي:

(په هېواد کې دواړه اړخه په خاصه توګه سږکال وسلوال مخالفین نړېوالو قوانینو ته احترام نه کوي او د دې نه احترام له امله د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې سبب کیږي.)

دا لومړى ځل نه دى چې د بشر د حقونو يوه اداره د ولسي خلكو په وژنې اندېښنه ښيي بلكې تر دې پخوا هم نورو ادارو، افغان دولت په پوځي عملياتو كې د ولسي خلكو د وژنې پر مخنيوي ټينګار كړى.

كه څه هم د بشر د حقونو په راپور كې د نړېوالو ځواكونو په هوايي بمبار كې د كموالي خبره شوې، خو د هلمند د سنګين او ننګرهار د شيرزادو په ولسواليو كې د دغو ځواكونو په پوځي عملياتو كې د ملكي خلكو د مرګ ژوبلې وروستۍ پېښو اندېښنې راپور ته كړي دي.

خو له دې اندېښنو سره سره، په دې وروستيو ورځو كې د ناټو او امريكايي ځواكونو عمومي قومندان ډيويډ پټريوس په نوي لارښوود كې خپلو ټولو سرتېرو ته ويلي چي د ولسي خلكو ژوند ته پام وكړي او همدارنګه وسلوالو طالبانو په خپرو كړو اعلاميو كې خپلو ملګرو ته امر كړى چې ولسي خلك ونه وژني كه نه سخته سزا به وركړي.

معصوم ميوند_كابل
XS
SM
MD
LG