د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۲۷

په نیویارک کې د جومات جوړیدل په ناندرو بدل شول


دا جومات د نړېوال سوداګریز مرکز هغې ودانې ته نېږدې جوړېږي چې په د سیپټیمبر د یولسمې نېټې بریدونو کې را ونړیده.
دا جومات د نړېوال سوداګریز مرکز هغې ودانې ته نېږدې جوړېږي چې په د سیپټیمبر د یولسمې نېټې بریدونو کې را ونړیده.

د امریکا د مسلمانانو یوه ټولنه روانه اونۍ په دې وتوانیده چې په نیویارک کې د یوه اسلامي فرهنګي مرکز د جوړولو د پلان په وړاندې وروستی قانوني خنډ لرې کړي.

د دې فرهنګي مرکزپرسرچې یو جومات هم پکې شامل دی اوهغه ځای ته نژدي جوړیږی چې پخوا په کې د سوداګرۍ د نړیوال مرکز دوه لوړپوړی ودانۍ ولاړې وې اود سپټمبر د یولسمي تروریستی حملي په نتیجه کې ونړیدې، ډیربحثونه راپورته شوي دي.

په نیویارک کې د یوه جومات په شمول د یوه اسلامي فرهنګي مرکز د جوړولو پلان تاوده بحثونه راپورته کړي دي.
دغه اسلامي فرهنګي مرکز هغه ځای ته نژدې په پام کې نیول شوی دی چې پکې د نیویارک د سوداګرۍ مرکزدوه لوړپوړې ودانۍ ولاړې وې او د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یولسمی نیټې د تروریستي بریدونو په نتیجه کې ونړیدې. په دې پیښه کې شاوخوا درې زره کسان ووژل شول.

یو شمیر کسان له دې سره مخالف دی چې د نړیدلو ودانیو له ځای څخه دوه بلاکه لرې دې اسلامي فرهنګی مرکز جوړشي خویوشمیرنوربیا د دې پلان ملاتړ کوي.

مخالفان وایي چې د دغسې یوه مرکز جوړیدل د تروریستي حملو د قربانیانو د یاد درنښت ته سپکاوی دی.
خو پلویان یې وایي چې د اساسي قانون له مخې د مذهب او حقونو ازادي د دې مرکز جوړولو ته اجازه ورکوي.

له هغه مهال راهیسې چې د دغه اسلامي مرکز د جوړولو پلان اعلان شوی، تاوده بحثونه ترډيره بریده په پلان کې شامل د یوه جومات د جوړیدو پرموضوع متمرکزدی.

مخالفان ادعا کوي چې دې ټکې ته پام سره چې د سپټمبریولسمه تروریستي حمله د یوې اسلامی افراطي ډلې له خوا ترسره شوې نو په دې ساحه کې د یوه جومات جوړیدل د دې تروریستي حملی د قربانیانو یاد ته بې احترامي ده.

په امریکا یی ورځپاڼو او خبری رسنیو کې تاوده بحثونه د مذهب د ازادي او د سپټمبر د یولسمې تروریستی حملی د میراث پرسر څرخي.

محافظه کار سیاست وال لکه د الاسکا د ایالت پخوانی ګورنره سارا پیلین او د جمهوری غوښتونکو د استازیو د جرګی پخوانی مشر ګنګریج له دغه پلان سره مخالف دي.

خو د ډيموکرات ګوند سناتور چوک شومر ویلي چې دی له دی پلان سره مخالف نه دی.

په همدی حال کې سپینې ماڼۍ له دې تاودو بحثونو ځان لرې ساتلی او چوپتیا یې غوره کړې ده.

په هرصورت روانه اونۍ د دې اسلامی فرهنګی مرکز د جوړولوپلان د نیویارک ښار د تاریخي ارزښت د ساتنې د کمیسیون له خوا تصویب او د دې مرکز د جوړولو په وړاندې قانونی خنډ لرې کړی شو.

د امریکا د مسلمانانو د اړیکو د مرکز ویاند ابراهیم هوپر وویل:

(( د اسلامی ټولنې د مرکز مخالفین کوښښ کوي چې دا د نړیوالې سوداګری د مرکز په ځای کې د یوه جومات جوړیدل وښیي. خو دا نه د نړیوالی سوداګرۍ د مرکز په ځای کې دی او نه هم یو جومات دی. په دی توګه د ټولو مخالفانوادعاوې ناسمې دی. اساسا هغوی غواړی چې له دی څخه د یوې پردی په توګه د خپل تعصب لپاره کارواخلي.))

هوپر وایي ټول دغه بحثونه هغو کسانو راپورته کړي چې د ده په وینا اسلامي ضد اجندا لری. د دوی مقصد یوازې دغه مشخصه سیمه نه ده بلکې هدف یې د جومات جوړیدل د امریکا په هره نقطه کې دي. د هوپر په وینا د دوی مقصد دادی چې په امریکا کې د غیرمسلمانانو او مسلمانانو ترمنځ اختلاف رامنځ ته کړي.
هوپر زیاته کړه :

((اساسي موضوع د امریکا په هرځای کې د جومات جوړیدل دی. هغوی چې د اسلامي فرهنګي مرکز په وړاندې چې هغه د عبادت ځای دی مخالفت کوي هم په تنیسی او هم په کلیفورنیا، ایلینویز، بروکلین او ډیرو نورو ځایونو کې له دی کارسره مخالف دی.))

خود نیویارک ښاروال میخایل بلوم برګ د جومات د جوړیدو په اړه وویل، د سوداګرۍ د نړیوال مرکزځای به د تل لپاره زموږ په ښار او زړونو کې خاص ځای ولري. اما دا سمه نه ده چې د نیویارک دیوه ښاري اود یوه امریکایی په حیث دا ووایم چې د منهاتن په کوزی برخه کې دی جومات نه وي.
XS
SM
MD
LG