د افغانستان ولسمشر د اداري اصلاحاتو او ملكي خدماتو له كميسيون څخه د ليدنې په ترڅ كې ټينګار وكړ چې بايد په دولتي پستونو كې كسان د پوهې او مسلك پراساس وګمارل شي ترڅو خلكو ته رښتيني او سم خدمتونه ترسره كړي.
ولسمشركرزي وويل، چې هرې دولتي څوكۍ ته بايد د ازاد رقابت او ازموينې له مخې كسان جذب شي نه د واسطې او نورو اړيكو پراساس.
ولسمشر كرزي د شنبې په ورځ په كابل كې د اداري اصلاحاتو او ملكي خدماتو په كميسيون كې وويل، چې ملي او نړېوالې امنيتي كمپنۍ په دې هېواد كې ډيرې امنيتي ستونزې جوړې كړي او بايد چې نړېواله ټولنه د دغو كمپنيو په بندولو كې جدي اقدام وكړي:
"په شخصي امنیتي کمپنېو کې له ۳۰ زرو څخه تر ۴۰ زرو پورې کسان کار کوي چې توپک یي په لاس کې ده او دوي موږ ته امنیتي ستونزې ولاړې کړي نو د دوي لغوه زموږ هیله ده هر څو ک چې په دې شخصي امنیتی کمپنې کې کار کوي دا د افغانستان د ګټو په خلاف کار دې دا معاش چې دوي اخلي دا حرام دی."
ولسمشر كرزي وويل، كومې امنيتي كمپنۍ چې په افغانستان كې فعاليت لري د حكومتي ځواكونو تر څنګ موازي ځواكونه دي چې نه يوازې عامو خلكو بلكه امنيتي ځواكو ته يې هم ستونزې جوړې كړي دي.
د امنيتي كمپنيو پر فعاليتونو تر دې وړاندې هم يو شمېر نورو دولتي چارواكو نیوکې كړي، ان په ملي شورا كې هم په دې اړه څو ځلې پراخ بحثونه شوي او له حكومت نه غوښتل شوي چې دا كمپنۍ ټولې وتړي.
ولسمشر كرزي د خپلو خبرو په ترڅ كې وويل، چې د دولتي كاركوونكو په ګمارلو كې بايد د دولتي چارواكو او د سياسي اشخاصو مداخله نه وي شامله بلكه دده په خبره بايد دا كسان د پوهې په معيار په دندو وګمارل شي:
"په كومه اداره كې چې د مامورينو په ګمارلو، ترفيع، لري كولو او تبديلولو كې يې سياسي مداخلې وي هغې ادارې ته د ملكي خدماتو اداره نه شې ويل كېداې.
سياسي مداخلې په دې معنى چې ولسمشر، د ولسمشر مرستيالان، وزيران د ملي شورا غړي او نور سياسي اشخاص د كسانو په ګمارلو كې رول ولري، خو كه دا رول قانوني وي سمه ده."
دا څرګندونې په داسې حال كې كيږي چې د افغانستان په هره برخه كې له دولتي خدمتونو څخه شكايتونه موجود دي او خلك وايي چې تر ډيره په دولتي ادارو كې مامورين په ځانګړي توګه په لوړو پسټونو كې د پوهې پراساس نه بلكې د اړيكو، رشوت او واسطې له مخې ټاكل شوي دي.
خو افغان حكومت وايي چې د اداري اصلاحاتو او ملكي خدماتو د كميسيون له لارې هڅې رواني دي چې په دولتي ادارو كې كار، كارپوهو كسانو ته وسپارل شو ترڅو خلكو ته په لوړ معيار او ښه شفافيت خدمتونه ترسره شي.