د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد د ایران، افغانستان او تاجکستان د مشرانو په غونډه کې وویل چې نه د امریکا متحد ایالات او نه هم د ناټو ځواکونه د افغانستان د ستونزې لپاره حل لاره موندلی شي.
احمدي نژاد په تهران کې جوړې شوې غونډې ته په افغانستان کې پر بهرنیو ځواکونو انتقاد وکړ او ویې ویل چې دوی زموږ دریو هیوادونو دوستی نه شي زغملای:
«هغه چې له اروپا د ناټو په نوم راغلي دي، غواړي چې پر چین، روسیې او هند فشار راولي، نو که چیرته دغه درې غښتلي هیوادونه وي د دوی مخه نیول کیږي»
احمدي نژاد پرون په غونډې کې دا هم وویل چې ایران تر بل هر هیواد د افغانانو ستونزې متاثره کړی او دا یوازې سیاسي خبره نه ده د احساس خبره ده. ایراني ولسمشر زیاته کړه، د همدې لپاره موږ تر بل هرچا په افغانستان کې سوله، ثبات او پرمختګ ته لیواله یوو.
د ایران ولسمشر بیا وویل، د افغانستان ستونزه خپله افغانان حل کولای شي او په دې کې ایران مرسته کولای شي. احمدي نژاد ټینګار وکړ چې د افغانستان مساله دې د سیمې په کچه حل شي نور دا ستونزه نه شي هوارولای، که نورو هوارولای شوای په عراق کې به یې ستونزې له منځه وړې وې.
د ایران ولسمشر چې تر اوسه د جمهور رییس په توګه دوه ځلې افغانستان ته تللی دی په تهران کې جوړې شوې غونډې ته په افغانستان کې د ملکیانو د وژنې مسالې ته اشاره وکړه او یې ویل چې هره ورځ په افغانستان کې د ملکیانو د تلفاتو شاهدان یو او زما ورور کرزی هم ورته اندیښمن دی.
امریکایي پوځیانو ایران بیا بیا له طالبانو سره په مرسته تورن کړی دی خو ایراني چارواکي څرګندوي چې په نولس سوه اته نویم میلادي کال کې طالبانو د ایران اته دیپلوماتان په مزارشریف کې ووژل او نژدې و چې طالبان له ایران سره جګړه وکړي.
د افغانستان، ایران او تاجکستان د مشرانو د څلورمې غونډې په پای کې اعلامیه خپره شوه او دریو سره هیوادونو ټنیګار وکړ چې موږ د سوله ییزې اتومي انرژۍ د ترلاسه کولو حق لرو. په اعلامییه کې همداراز له ترورزم سره پر مبارزې تاکیید وشو او پریکړه وشوه چې د نشه اي موادو د قاچاق په مخنوي کې به مرسته سره وکړي.
په تهران کې د افغانستان، تاجکستان او ایران د ولسمشرانو په غونډه کې د افغانستان جمهوررییس حامد کرزي وړاندیز وکړ چې پنځمه ورته سرمشریزه دې په افغانستان کې جوړه شي. دا وړاندیز احمدي نژاد او امام علي رحمان ومانه.