د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۶

ځاځی : د سیلاب زپلو افغانانو د ژغورلو هڅه مو کړې ده


په خېبر پښتونخوا او د پاکستان په نورو مختلفو سیمو کې چې موسمي پرلپسې اوروښتونه د سختو سیلاوونو سبب شول سلګونه خلکو ته یې مرګ ژوبله واړوله، په زرګونو څاروي، ګڼې کرنیزې مځکې او حاصلات اوبو یوړل، په پاکستان کې میشت افغان کډوال هم له دغه ناورین څخه زیانمن شول چې د کډوالو د زیاتو کمپونو کورونه یې ونړول او دوی یې پر ډاګ کښېنول.

دغو سیلاوو زپلو افغان کډوالوڅو څو وارې له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې په پاکستان کې د افغان مقاماتو او د افغانستان له حکومت څخه ګیله من دي چې د دوی د حال پوښتنه نه کوي.
په پاکستان کې د سیلاوو ځپلو افغانانو دې ګیلې ته په پام سره صالحې اسحق زۍ خالقي په اسلام اباد کې د افغانستان له سرپرست سفیر ښاغلي مجنون ګلاب ځاځي سره مرکه کړې ده.

دا مرکه د همدې پاڼې کیڼ اړخ ته د (ږغ) له برخې اوریدلی شۍ.
XS
SM
MD
LG