د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۱۵

تاجکستان ۵۵ افغان بنديان افغانستان ته وسپارل


افغان بنديان
افغان بنديان
۵۵ تنه افغان بنديان چې په تاجکستان کې په بېلابېلو تورونو بنديان وو، د افغان او تاجک دولتونو ترمنځ د توافق له مخې د جوزجان ولايت مرکزي محبس ته انتقال شول، وروسته يې لس تنه د ولسمشر حامد کرزي د فرمان له مخې ازاد شوي دي.

دغه لس کسان پرون د دوى د دوسيو تر څېړنې وروسته خوشې شول، چارواکي وايي د نورو بنديانو پر دوسيو هم په جدي ډول غور کوي.

د شبرغان د محبس مدير سمونوال عبدالله عزيزي وويل دغه بنديان د تخار، بدخشان، کندوز او نورو ولايتونو دي:

”تېره مياشت پنځه پنځوس افغان بنديان چې په تاجکستان کې وو، دوى د جوزجان محبس ته انتقال شول، د دوى دوسيې په روسي ليکدود ليکل شوې وې، تر هغو چې ترجمانان استخدام شول دغه پروسه يوڅه وځنډېده.“

د شبرغان د محبس مدير زياته کړه د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د شوي تړون له مخې دغه بنديان له تېرې يوې مياشتې راهيسې افغانستان ته انتقال شول، چارواکي وايي اکثره افغانان په تاجکستان کې د مخدره موادو د قاچاق په تور بنديان وو.

د تاجکستان تر څنګ په لسګونو افغانان په ګاونډي هېواد ايران کې هم بنديان دي چې ځينې يې په اعدام هم محکوم شوي دي.
XS
SM
MD
LG