د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۰۱

ايا په جنوبي ولايتونو كې با نا امني هم داسې دوام لري؟


د افغانستان د جنوبي ولايتونو عام خلك، قومي او سياسي مشران په كندهار، هلمند، زابل او نورو جنوبي ولايتونو كې د ډېرېدونكو نا امنيو څخه شكايتونه كوي. سياسي څېړونكي وايي چې، جنوبي ولايتونه د افغانستان ستراتيژيك موقعيت لري او وسلوال مخالفين ځكه دغه سيمې په نښه كوي، دوى وايي چې افغان دولت بايد دغو سيمو ته جدي پام وكړي.

سره له دې چې، په دې وروستيو كې د افغانستان په جنوبي ولايتونو كې د امنيت ټينګولو په هدف په پرله پسې توګه عمليات شوى، خو بيا هم د دغو ولايتونو خلك، قومي او سياسي مشران د زياتيدونكو نا امنيو په اړه شكايتونه كوي.

د راپورونو له مخې په كندهار، هلمند، زابل او نورو جنوبي ولايتونو كې د وروستېو جنګ، جګړو، ترورونو، سړي تښتونو او چاودنو له امله، د سوداګرۍ، كرنې، بيارغونې، ښوونې او روزنې او روغتيايي چارې، له ستونزو سره مخې دې او ان په ځينو سيمو كې په ټپه درېدلې دي.

د سياسي چارو څېړونكي په دې باور دي چې جنوبي ولايتونه د افغانستان ستراتيژيك موقعيت دى او په دې سيمو كې نا امني د ټول هېواد پر امنيت اغيز لري.

د سياسي چارو يو تن څېړونكي محمد يونس فكور هم داسې نظر لري او وايي چې په دغو سيمو كې كمزورې حكومت دارې، د نړېوالو ځواكونو تر منځ نه همږغي هغه ټكي دي چې د دغو ولايتونو خلك يې له ډېرو ستونزو سره مخ كړي دي:

"ضعيفه حكومتداري د دې سبب شوې چې د هغه سيمو خلك د حكومتدارې څخه ناراضه شي د نړېوالو قوتونو نه همغږي ده، اساسي علت يي سياسي ده هغه دادى چې د افغانستان ستون فقرات د قدرت، فرهنګ اوسياست مركز لوى كندهار دى.

د دښمن هڅه داده چې افغانستان بې ثباته كوي نو دا سيمې به بې ثباته كړي."

د جنوبي ولايتونو خلك هم په دغو سيمو كې د افغان دولت پر كمزورې حكومت داري او نه همږغي انتقاد كوي، دوى وايي چې دغو ولايتونو ته پوره پام نه كېږي او نړېوال ځواكونه هم نه غواړي چې په دغو سيمو كې د زړه له اخلاصه كار وكړي او دا د دې سبب كېږي چې، د افغان دولت وسلوال مخالفين له وخت څخه ګټه واخلي او ډېر زيان يې عام خلكو ته ورسېږي، د كندهار او هلمند دوه اوسېدونكي حامد او صميم.

"قومونه يو بل ته سره رانږدې كړي د حكومت دارې په اساس باندې دوي بايد دوي په خپلو ادارو كې همغږي راولي او نارامېو په بندولو كې له مخالفينو سره په هر اړخيزه توګه خبرې وكړي."

له بلې خوا په دې ورستيو كې په جنوبي ولايتونو په ځانګړي ډول كندهار كې، د قومي مشرانو د وژنې پېښې ډيرې شوي، د راپورونو پر اساس له 2002 كاله تر اوسه شا او خوا 520 تنه قومي مشران او دولتي كسان د وسلوالو له خوا وژل شوي دي.

څو ورځې مخكې د كندهار ولايتي شورا وويل چې، وسلوالو طالبانو يو شمېر قومي مشرانو ته ليكونه استولي او د مرګ ګواښونه يې ورته كړي.

په دغو پيغامونو كې هغو قومي مشرانو ته چې، وسلوال طالبان يې دولت پلوي بولي خبردارى وركړل شوى چې له افغانستان څخه ووزي كه نه وبه وژل شي.

خو د كندهار د ولايتي شورا رئيس احمد ولي كرزى پر قومي مشرانو غږ كوي چې، د ځانونو سره خپله هم احتياط وكړي، د ده په خبره چې افغان دولت د ټولو كسانو ساتنه نه شي كولاى.

"دا د افغانستان او پښتنو دښمنان دي دا مشران چې له منځه يوسي دوي او ملت به سره پاتې شي."

خو د افغانستان د جنوبي ولايتونو قومي مشران له افغان دولت څخه غواړي چې، د نا امنېو، جنګ جګړو او ترورونو د مخنيوي لپاره دې جدي ګامونه واخلي.

دوى په دغو ولايتونو كې پر ځينو چارواكو دا انتقاد كوي چې، د ولس او حكومت تر منځ يې فاصلې رامنځته كړي او عام خلك يې په يوه او بل نامه زورولي دي.

د هلمند ولايت قومي مشر بسم الله باركزى وايي چې، د ستونزو د حل لپاره دې له وسلوالو مخالفينو سره د روغې جوړې هلې ځلې ګړندۍ شي.

كه له يوې خوا د سياسي چارو څېړونكي په افغانستان كې د ټولو نا ارامېو د مخنيوي ښه لاره د افغان دولت او وسلوالو مخالفينو تر منځ يې د سولې خبرې اترې بولي.

بل خوا دوى وايي چې د كندهار، هلمند زابل او نورو جنوبي ولايتونو د نا اراميو او بد امنيو د مخنيوي لپاره بايد د همدې ولسونو څخه داسې يوه ازاده جرګه جوړه شي چې خپل ټول كارونه په خپله وكړي او چارواكي هم د دغې جرګې په خوښه وټاكل شي.

د سياسي څېړونكو په خبره چې، په دې سره به په دغو سيمو كې امنيتي حالت ډاډمن شي.

افغان امنيتي چارواكي وايي، چې د جنوبي ولايتونو لپاره ځانګړي پلانونه لري چې، په پلي كېدو سره به يې نا امني راكمه شي.

د افغانستان د كورنيو چارو وزارت چارواكي وايي چې، په كندهار كې چې د ټولو جنوبي ولايتونو لپاره اهميت لري، د داسې عملياتو د پيلولو پلان لري چې، يوازې پوځي نه دي، بلكې هغه سيمي چې له وسلوالو مخالفينو څخه پاكيږي بايد د بيارغونې كارونه هم په كې پيل شي.

د كورنيو چارو وزارت وياند زمرى بشري وايي، چې په دې سره به د خلكو اقتصادي چارې غښتلى شي او په ژوند كې به يې نور ډېر مثبت بدلونونه هم راشي.

ښاغلى بشري هيله ښيي چې د دغو عملياتو په بشپړېدو سره به د قومي مشرانو امنيت هم ډاډ من شي.

د افغانستان د جمهوري رياست چارواكي هم دا خبره كوي چې، د جنوبي ولايتونو د ښه امنيت لپاره پلانونه موجود دي او د امنيتي ځواكونو په پياوړتيا سره به دغو سيمو ته نور پام هم واړول شي.

د ولسمشر حامد كرزي د وياند مرستيال سيامك هيروي په دې اړه ازادۍ راډيو ته وويل:

” اوږد مهاله او لنډ مهاله پلانونه تر لاس لاندې دي، د امنيتي بنسټونو د وړتياوو په لوړولو سره به جنوبي سيمو ته نور پام هم ور واړول شي.

د جنوبي سيمو د امنيت لپاره د نورو كنډكونو د برابرولو چارې روانې دي.“

د افغانستان په جنوبي ولايتونو كې د نا امنيو له امله ټولي چارې له خنډ او ځنډ سره مخې دي چې، له دې جملې څخه يوازې په كندهار ولايت كې 148 ښوونځي تړل شوي، په همدې ولايتونو كې د بيارغونې او روغتيايي چارو كار كوونكي تښتول شوي او وژل شوي.

دجنوبي ولايتونو خلك پر افغان دولت يو انتقاد دا كوي، چې د كارموندنې په برخه كې يې كار نه دى كړى او په دې سيمو كې د بريښنا د نشتوالي او نورو ستونزو له امله زياتره صنعتي كمپنۍ بندې دي او په زرګونو كسان له بې كارۍ كړيږي.

يو شمېر خلك او څارونكي په دې باور دي چې په جنوبي ولايتونو كې د امنيت ټينګولو لپاره تر هغو ډيرو جدي پلانونو ته اړتيا ده چې اوس پلي كيږي او پر پوځي سربيره په سياسي، اقتصادي او ټولنيز برخو كې هم بايد د پرمختګونو لپاره كار وشي.

معصوم ميوند_كابل
XS
SM
MD
LG