د فرانسې دفاع وزیر هیرف مورین وایي چې فرانسوي ځواکونه له دې پرته بله لاره نه لري چې په افغانستان کې پاتې شي خو راتلونکی میلادي کال به د ځینو سیمو امنیتي چارې افغان پوځیانو ته وسپاري.
د فرانسې دفاع وزیر زیاته کړه، که چیرته نړیوال پوځیان په افغانستان کې نه وي د دغه هیواد ثبات به ګډوډ شي او ګاونډی پاکستان به هم بې ثباته شي.
د یکشنبې په ورځ د هالنډ پوځیان له افغانستانه ووتل، خو د فرانسې دفاع وزیرهیرف مورین وویل، فرانسوي عسکر باید په افغانستان کې پاتې شي.
د فرانسې دفاع وزیر د سه شنبې په ورځ دا خبرې فرانسې راډیو ته وکړې او په همدې ورځ د فرانسې لي موند ورځپاڼې د پاکستان د ولسمشر اصف علي زرداري مرکه خپره کړه. زرداري لي موند ورځپاڼې ته وویل، نړیوالې ټولنې چې پاکستان یې هم جزء دی د طالبانو پرضد جګړه بایللې ده. اصف علي زرداري زیاته کړه، ځکه موږ په دې جګړې کې ناکامه شوې یوو چې د خلکو زړونه او فکرونه مو نه دې خپل کړي.
د دوشنبې په ورځ په پاریس کې د فرانسې ولسمشر نیکولاس سارکوزي د پاکستان له ولسمشر اصف علي زرداري څخه وغوښتل چې د ترورزم پر ضد ډیر څه وکړي.
خو د پاکستان ولسمشر لی موند ورځپاڼې ته وویل، امریکا او د ناټو په مشرۍ نړیوال پوځيان د افغانستان د وضعیت په برخه کې پاکستان ته په هغه سترګه نه ګوري چې پکار دي.
وروسته تر دې چې تیره اونۍ ویکيلیکس ویباڼې په لسګونو زره سندونه خپاره کړل او پکې وویل شول چې د پاکستان پوځي او استخباراتي ادارو له طالبانو سره مرستې کړې دي، په لویدیځ کې د ترورزم پرضد جګړې کې د پاکستان د همکارۍ په برخه کې اندیښنې زیاتې شوې.
د فرانسې دفاع وزیر د ویکیلیکس ویبپاڼې د خپرو شویو اسنادو په اړه وویل، خپاره شوي اسناد تر یوه کال دمخه مودې دي او له هغه وروسته ناټو په افغانستان کې خپله ستراتیژي بدله کړې ده.
د فرانسې دفاع وزیر بیا وویل، تر دوه زره دیارلسم میلادي کال پورې به فرانسه څه کم څلور میلیارډه پوځي بودیجه وسپموي خو دغه کمښت به په افغانستان کې د دوی پر پوځي ماموریت اغیز ونه کړي.