د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۸

د ورسک د اوبو د بند د ماتیدو ویره شته


چارواکي وايي د خیبر پښتونخوا ټولې سېمې سیلابونو زپلي دي
چارواکي وايي د خیبر پښتونخوا ټولې سېمې سیلابونو زپلي دي

په پاکستان کې د هوا پیژندنې نړیوالې ادارې د نورو بارانونو د وریدو اټکل په داسې وخت کې کوي چې د خیبرپښتونخوا ایالت تر بلې هرې سیمې سیلونو ډیر ځپلی دی. په دغې صوبې کې د ورسک د اوبو د بند د ماتیدو ویره پیدا شوې ده. دغه بند په ټول پاکستان کې دریم ستر بند دی او که چیرته مات شي د پیښور د ښار په ګډون به ډیرې سیمې اوبه لاندې کړي.

پاکستان نن د نورو بارانونو د وریدو خبرداری ورکړ. دا خبرداری په داسې حال کې ورکړل شوی دی چې د پاکستان د اوبو په سترو بندونو کې اوبه زیاتې شوې دي او د ورسک د بند د ماتیدو ویره څرګنده شوې ده.

تر اوسه د زمري له شپږمې نیټې چې کوم بارانونه وریدلې دي د سیلونو له امله د وژل شویو کسانو شمیر پنځلس سوو ته رسیدلی دی.

د ژغورنې هڅې د لارو د خرابیدو له امله ګرانه شوې دي او له ځینو سیمو سره ټیلفوني اړیکي شلیدلې دي.

سیلونو تر ډیره د خیبرپښتونخوا سیمې ځپلې دي. د پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر میا افتخار حسین د دې صوبې د ځپل شویو سیمو په اړه وویل:

(( له ملکنډه تر ډي ای خان پورې داسې یو ځای هم نه شته چې هغه بچ شوی دی، زیات تاوان په ملکنډ ډویژن کې شوی دی او تدریجې تاون په چهارسده او نوښار کې ډیر شوی دی))

په خیبرپښتونخوا کې یو شمیر سیلاب ځپلو شکایت کړی دی چې له دوی سره مرکزی حکومت مرستې نه دې کړي. دا خبره میان افتخار حسین هم تایید کړه چې د دوی صوبې ته ډير پام نه دی شوی:

(( د خییبرپښتونخوا انسانان دې انسانان وګڼل شي. که چیرته پام ورته ونه شي نو په موږ کې به مایوسي پیدا کیږي، که په راتلونکې کې هم له موږ سره مرسته وشي موږ به یې وبښو))

په خیبر پښتونخوا کې د ورسک د اوبو د ډنډ د ماتیدو ویره شته. دغه بند چې په لوړه جوړ شوی دی دا اندیښنه ورسره شته چې ښایي ډیر کورونه او ډیرې مځکې لاندې کړي.

د پاکستان د بیړنیو چارو ادارې د ورسک د بند د ماتیدو له ویرې د میشرا، شاهي بالا، خوشال باغ او شاوخوا نورو کلیو خلکو ته خبرداری ورکړی دی چې خوندي سیمو ته ځانونه وباسي، خو اوس په خیبرپښتونخوا کې د بیړنیو چارو د وادارې یوه چارواکي عدنان خان وویل چې دا ویره لږ شوې ده:

(( موږ چې د سیمې له خلکو سره رابطه نیولې ده هغوی اوس وایي چې په بند کې اوبه لږې شوې دي خو بیا هم احتیاط پکار دی))

د سره صلیب نړیواله اداره د سیلونو له امله د متاثره شویو خلکو شمیر دوه نیم میلیونه یادوي خو د ملګرو ملتو د یونیسیف اداره دا شمیر درې میلیونه ګڼي. ملګري ملتونه وایي چې په خیبرپښتونخوا کې نوښار، چارسده، مردان او پیښور کې نژدې یو میلیون کسان سیلونو سخت ځپلي دي.
XS
SM
MD
LG