واشنګټن ټایمز:
واشنګټن ټایمز ورځپاڼې په خپله تازه ګڼه کې دافغانستان پرحالاتو په یوه مقاله کې لیکلي، په افغانستان کې د امریکايي قواو د فعالیتونو په اړه د پټو اسنادو له افشا کیدو سره د ټولو پاملرنه هغو امنیتي ستونزو او تهدیدونو ته اوښتې، چې د دې اسنادو د نشر له وجې د امریکا عسکر او د هغوی مخبران ورسره مخامخ دي.
خو دورځپاڼې په لیکنه له دې اسنادو په افغانستان کې د یوې بلې جګړې نښې هم ښکاري او هغه په دې هیواد کې د راتلونکي اقتصادي وضعیت د برخلیک د تعین لپاره جنګ دی.
په افغانستان کې د یوه سالم ډیموکراتیک نظام د رامنځ ته کولو او د طالبانو د ماتې لپاره مالي مبارزه حیاتي اهمیت لري په ځانګړي ډول له افغانستان ځخه د غرب لپاره د یوه با اعتباره شریک جوړولو لپاره اقتصاد یو بنیادي اصل دی.
د جمهور ریس حامد کرزي ورور او پيژندل شوی سوداګر محمود کرزي واشنګټن ټایمز ته په دې اړه مقاله لیکلې، چې په ترځ کې یې په دې لاره کې پر پرتو ستونزو رڼا اچولې ده.
د محمود کرزي په باور اول خڼډ کوچنی فساد دی یعنې د ګمرک مامورین، پولیس او د حکومت ټیټ رتبه چارواکي، چې رشوت یې د عوایدو یوه ورځنۍ سرچینه ده.
دوهمه درجه خڼډ په لوړو خانو کې د اداري فساد موجودیت دی. د محمود کرزی په لیکنه په داسې حال کې چې د غرب پاملرنه تر ډيره حده د امنیت خوا ته ده، دا کسان له موقع څخه په استفادې په پوره ګستاخۍ په خوردوبرد لګیا دي.
د فساد تر دې لوړه درجه له بهرنیو سازمانونو او قراردادونو سره تړلې ده چې په هغه کې د محمود کرزی په لیکنه ملیونونه امریکايي ډالر کښته پورته کیږي.
محمود کرزي واشنګټن ټایمز ته لیکلي، چې په داسې حالاتو کې هغه سیاست مداران چې په خپله په فساد ککړ دي، په پټه ځان په افغانستان کې له اقتصادي جریان څخه باسي.
دوی له ځانه د نړیوالو د پام لري کولو په خاطر، له اداري فساد سره د هغو تجارانو نومونه تړي، چې له نړیوالو بانکونواو نورو مالي سرچینو پورونه اخلي او غواړي د افغانستان د اقتصاد څرخ په ګردش کې وي.
د محمود کرزي په باور دا ستونزې په ګډه د افغانستان د اقتصادي پرمختیا مخنیوی کوي.
نیوز ویک:
نیوزویک مجلې هم په خپله تازه ګڼه کې د افغانستان پرحالاتو یوه مقاله خپره کړې.
د نیوزویک د مقالې سرلیک د، "افغان طالبان وايي، چې له امریکاییانو سره یو ګډ ټکې لري او هغه دا چې پاکستان له دواړو سره لوبه کوي."
په دې مقاله کې راغلي چې څه موده مخکې یوازې یو شمیر محدودو غربي کړیو او د افغانستان حکومت د پاکستان له خوا د طالبانو د ملاتړ نارې وهلې خو اوس دا چیغې په امریکا او انګلستان کې هم په لوړه اوریدل کیږي.
د نیوزویک په لیکنه، غوره به دا وي، چې لږترلږه یو وار د طالبانو د زړه خبره واوریده شي چې هغوې د پاکستان په اړه څه وايي.
نیوزویک لیکي د سپټمبر له یولسمې وروسته د طالبانو مشران یو په بل پسې ونیول شول او ځینې یې لکه مولوي عثماني او ملا داد الله ووژل شول.
مجله د طالبانو د یو شمیر رهبرانو په حواله لیکي، چې په دې ټولو پیښو کې د ای، اېس، ای لاس دی.
د طالبانو یو شمیر رهبرانو نیوزویک ته ویلي، چې پاکستان له امریکا سره د نږدې کېدو په خاطر دوی قرباني کوي.
نیوزویک لیکي، د دواړو لورو شکایتونو ته که پام وشي نو دا سوال پیدا کیږي، چې پاکستان بلاخره له چا سره دی؟ ایا پاکستان له طالبانو سره ولاړ دی او که له امریکا سره؟
د لندن په کنګز کالج کې د جګړې په اړه د څیړنو د مرکز یوه پروفیسر نیوزویک مجلې ته ویلي، چې پاکستان له هیڅ لوري سره نه دی او لکه بل هر هیواد یوازې په خپلو ګټو تمرکز لري او دا خبره تر بل هرچا طالبانو ته ښه معلومه ده.