د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۵

سې شنبې د زمري ۱۲مه


کابل کې ډېریو ورځپاڼو په خپلو مطالبو او سرمقالو کې په افغانستان کې د سولې راوستلو او ټینګو په اړه مطالب خپاره کړي، د دوی په باور نور په افغانستان کې جګړې خپل ماهیت له لاسه ورکړی او نړېواله ټولنه باید په افغانستان کې د سولې او ثبات راوستلو لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

خدمتګار:

خدمتګار ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې په سرمقالې كې په افغانستان كې د سولې او ثبات راوستلو لپاره په روانو هلو ځلو تبصره كړې او په دې برخه كې يې د پاكستان رول مهم بللى.

په سرمقالې كې راغلي كه نړيواله ټولنه غواړي په ريښتيا د افغانستان ستونزه پاى ته ورسيږي، نو په پاكستان دې فشار راولي چې د وسلوالو طالبانو له ملاتړ او د افغانستان له تخريب نه لاس واخلي.

د ليكوال په باور كه داسې وشي نو وسلوال مخالفين به خپلې اتيا فيصده مالي سرچينې له لاسه وركړي او په اوسنۍ بڼه به خپل وسلوال مخالفت ته ادامه ور نشي كړاى.

خدمتګار په يوه بل مطلب كې د امريكا د مشرانو جرګې د بهرنيو چارو كميتې د رئيس له قوله ليكلي دي چې واشنګټن بايد له طالبانو سره په خبرو اترو كې شامل وي.

په مطلب كې همداراز راغلي چې ايران هم په افغانستان كې له امريكا سره د خبرو اترو لپاره ښه دلايل لري، ځكه چې دغه هيواد هم په افغانستان كې د وسلوالو طالبانو او د مخدره موادو د توليد مخالف دى.

راه نجات:

راه نجات ورځپاڼې هم خپله سرمقاله د افغانستان جګړې په اړه كښلې او په دې برخه كې يې د نړيوالو ټولنې په برياليتوب شك څرګند كړى.

په سرمقالې كې راغلي، چې د افغانستان د جګړې په اړه د زرګونو پټو اسنادو رابرسيره كيدل، د هالنډي ځواكونو وتل او د اروپايي چارواكو متضادې خبرې ددې څرګندويي كوي چې د افغانستان په جګړې كې برى ستونزمن دى.

راه نجات همداراز ليكلي چې د امريكا د پخواني جمهور رئيس جورج ډبلو بوش په پرتله د بارك اوباما اهداف په افغانستان كې ډير محدود دي چې يوازې د ترهګرۍ پر ضد جګړې پور اړه لري.

ورځپاڼې په يوه بل مطلب كې د افغانستان د دفاع وزير له قوله ليكلي دي چې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواكونو وتل د انديښنې وړ نه ده او له طالبانو سره جګړه په ښه لورې روانه ده.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې ليكلي دي چې كه د افغانستان نظام پياوړى نشي نو موجودې ستونزې به هوارې نشي.

هېواد په خپلې سرمقالې كې ليكلي د هالنډي ځواكونو وتل يو څرګند پيغام لري هغه داچې نړيواله ټولنه به تل تر تله په افغانستان كې نه وي.

په سرمقالې كې راغلي، اوس بايد افغان حكومت، امريكا، ناټو او ملګري ملتونه خپل ټول پام د نظام پياوړتيا ته واړوي.

ویسا:

ويسا ورځپاڼې هم د خپل لومړي مخ د يوه مطلب په غټ سرليك كې ليكلي، د افغانستان جګړې نور خپل ماهيت له لاسه وركړى او بايد د سولې مساله چټكه شي.

په مطلب كې د افغان څيړنيز مشورتي مركز د مشر له قوله ليكل شوي دي، چې كه د خبرو اترو لپاره افغان دولت او نړيواله ټوله جدي اقدامات ونه كړي نو ښايي له زوال سره مخ شي.

ويسا په يوه بل مطلب كې په افغانستان كې په ملكي مرګ ژوبلې تبصره كړې او ليكلي يې دي، چې د نړيوالو ځواكونو د نوي عمومي قومندان په راتګ سره په ملكي مرګ ژوبلې كې زياتوالى راغلى دى.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې د وزيرانو شورا په پريكړې چې له رسنيو نه يې غوښتي، په خپلو خپرونو كې مذهبي، قومي او ژبنيو تعصبونو ته لمن ونه وهي، تبصره كړې ده.

ملي ارمان په خپلې سرمقالې كې ليكلي چې يو شمير رسنيو او د ژورناليستانو ټولنو ددغې پريكړې هركلى كړى دى، خو دولتي چارواكي دې هم په خپل چلند كې قومي او ژبني تعصبونه له منځه يوسي او قانون دې په ټولو يو رنګه پلى كړي.
XS
SM
MD
LG