د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۱۲

رفعت: ۶۸ سرغړوونکو کاندیدان نقدي جریمه شوي دي


ښاغلی رفعت وايي چې تر اوسه دوی ته د کاندیدانو پر ضد ۴۲۰ شکایتونه رسیدلي دي.
ښاغلی رفعت وايي چې تر اوسه دوی ته د کاندیدانو پر ضد ۴۲۰ شکایتونه رسیدلي دي.

د افغانستان د انتخاباتو شكايتونو كميسيون وايي، چې د كانديدانو په اړه چې ورته كوم شكايتونه رسيدلي دي، د هغوي په اړه ارزوني همداسي دوام لري. د دغه كميسيون يوه غړي د يكشنبې په ورځ په كابل كې خبريالانو ته وويل، چې تر شپيتو زياتو كانديدانو د كمپاينونو پرمهال له قوانينو څخه سرغړونه كړې ده.

په داسې حال كې چې په افغانستان كې د انتخاباتي كمپاينونو بهير ښه په درځ كې پرمخ روان دى د انتخاباتي شكايتونو كميسيون وايي، چې د كانديدانو په اړه ورته په سلګونو شكايتونه رسيدلي دي.

د دغه كميسيون وياند او غړي احمدضيا رفعت د يكشنې په ورځ په كابل كې ژورنالستانو ته وويل، چې د دوی له خوا د دغو شكايتونو د ارزولو كار روان دى او كميسيون ته د انتخاباتي كمپاين له پيل راهيسې تر څلورو سوو زيات شكايتونه رسيدلي دي.

رفعت وويل، چې تر اوسه پورې يې ۶۸ هغو كانديدانو ته خبردارى هم وركړی، چا چې د انتخاباتي كمپاين پرمهال سرغړونې كړي وي.

"هر سر غړونكې كانديد په دې مكلف دى چې ۸۰۰۰ افغانۍ نقده جريمه وركړي.

له غير قانوني ځايونو څخه خپل عكسونه او تبليغاتي پاڼې راټولې كړي او خپل شعارونه له دغو ځايونو څخه پاك كړي.

دغه راز دغه سرغړونكي كانديدان مكلف دي، چې دغه كارونه په راتلونكو لسو ورځو كې ترسره كړي او كه داسې ونه كړي نو پرې تر دې سخته جزا به وټاكل شي."

د ښاغلي رفعت په وينا له دغو كانديدانو څخه ډيري يې له كابل څخه دي چې د خپلو كمپاينونو پرمهال يې پر ټاكل شويو قوانينو باندې عمل نه دی كړى.

ده دغه راز وويل، چې د ولسي جرګې د كانديد ملا ترخيل په اړه چې د ساتونكو له خوا يې د څو تنو د وژلو او ټپي كولو له امله تورن شوی دی هم ځيني شكايتونه ورته رسيدلي دي، چې دوی يې په اړه دامهال د عدلي او قضايي ارګانونو وروستۍ پريكړې ته انتظار باسي.

كه څه هم خپله ملا ترخيل كوچی له ازادي راډيو سره په خبرو كې دغه تورونه رد كړي دي او دا يې يوه ترافيكي پېښه او د خپل ځان پرضد يوه سياسي دسيسه ګڼلې ده.

د ولسې جرګې لپاره د كانديدانو ترمنځ كمپاينونه د چنګاښ يا د سرطان د مياشتې له څلورمې نيټې څخه پيل شوي دي، چې د وږي يا سنبلې د مياشتې تر ۲۵ نيټې پورې به دوام ولري او ترې يواځې دوه ورځې وروسته يعنې د وږي د مياشتې په ۲۷ نيټه به د ولسې جرګې انتخابات ترسره شي.

راپور:مجاهد جواد
XS
SM
MD
LG