رویټرز اژانس د یو شمیر مسوولو کسانو په وینا څرګندوي چې د کوټې د شورا او د حقاني د ډلې مخه باید ونیول شي، د هغوی شتمنۍ کنګل شي او پاکستان ته غښتلی پیغام واستول شي څو د خپلو سرحداتو دننه یاغیان وځپي.
جنرال جیمز ماټیس د امریکا د سنا پوځي کمیټې ته وویل، دغه دواړه ډلې حقاني او د کوټې شورا په ترورستي فعالیتونو کې برخه اخیستې ده او زه باور لرم چې د دواړو ډلو مشران باید د بهرنیو چارو د وزارت په لست کې شامل شي.
د کوټې شورا مشري ملا محمد عمر کوي او په کې د طالبانو د رژیم هغه مشران راغونډ شوې دي چې په دوه زره لومړي میلادي کال کې له ماتې وروسته پاکستان ته وتښتیدل.
د حقاني ډله چې مشري یې جلال الدین حقاني او د هغه زوی سراج الدین حقاني کوي په شمالي وزیرستان کې میشته ده.
د امریکا د سنا د پوځي کمیټې مشر سناتور کارل لیواني وویل، دغه ډلې او د هغوی مشران د افغانستان په روانو شخړو کې ډیر لاس لري. د دې ترڅنګ چې د سنا د پوځي کمیټې په غونډه کې د دغو دو ډلو د مادي او لوژیستکي منابعو د مخنوي غوښتنه وشوه، سناتور لیواني وویل، پاکستان ته باید خبر ورکړل شي چې د دغو کسانو د فعالیتونو په برخه کې واشنګتن ډیر اندیښمن دی.
د رویټرز اژانس په وینا روانه اوونۍ له ترورزم سره په جګړې کې د پاکستان د نه همکارۍ د لسګونو زرو اسنادو له خپرېدو سره چې یوې ویب پاڼې خپاره کړل، د پاکستان د ژمنو په برخه کې اندیښنې بیا رابرسیره شوې. په دغو خپرو شویو پټو اسنادو کې د پاکستان د استخباراتي څانګې او د مشکوکو ترورستانو تر منځ د اړیکو مساله رابرسیره شوه.
د امریکا پوځیان او استخباراتي ادارې په دې باور دي، چې د پاکستان د استخباراتو د ادارې دننه په ځینو مواردو کې له طالبانو او د هغوی له ملاتړیو سره مرستې کیږي. خو پاکستان دا تورونه رد کړې دي.
په سیمه کې د امریکایي ځواکونو نومول شوي عمومي قوماندان جنرال ماتیس د پاکستان د پوځ د وروستیو عملیاتو ستاینه وکړه، چې د یاغیانو پرضد یې کړې دي او ویې ویل چې دی د پاکستان د استخباراتو دننه له یاغیانو سره د یو شمیر کړیو د اړیکو پر انګیزې نه پوهیږي.