د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۲۸

اسرایل پر ایران د امریکا یرغل غواړي


واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي: پر ایران باندې د حملې په اړه دا پوښتنې موجودې دي چې تر کومې پورې باید پر تهران بندیزونه ولګول شي او څومره وخت پکار دی څو دغه هیواد خپل اټومي پروګرام ودروي. د ورځپاڼې په وینا هر کله چې ایران اټومي وسلې ترلاسه کړي نو په هغې صورت کې به له پوځي لارې ددغه هیواد د اټومي پروګرام خنثې کول ګران کار وي.

د اسرایلو ددفاع وزیر ایهود باراک وايي اوس هم د بندیزونو لګولو وخت دی خو زیاتوي چې بندیزونه به کومه ګټه ونه لري.

د اسرایلو چارواکي غواړي د ایران په اړه د امریکا د ولسمشر باراک اوباما څرګندونې په احتیاط سره تحلیل او تجزیه کړي او د اوباما په خبرو کې هغه شواهد پیدا کړي چې په کې پر ایران باندې د حملې لپاره د امریکا چمتوالي ښيي.

ولسمشر اوباما هغه مهال چې د نوبل جایزه يې ترلاسه کوله په خپلو خبرو کې ویلي وه چې پر ایران باندې د حملې لپاره له اخلاقي اړخه هم وخت ته اړتیا لري.

په عین حال کې د امریکا د استخباراتو پخواني مشر مایکل هایډن ویلي سره له دې چې واشنګټن د ایران د اټومي پروګرام د دیپلوماتیک حل غوښتونکی دی خو بیا هم پر دغه هیواد باندې په اوسنیو حالاتو کې د حملې احتمالات زیات شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسرایلو حکومت د ایران د اټومي پروګرام د بندولو لپاره پر تهران د حملې ټنیګه پلوي کوي.

د اسرایلو ددفاع وزیر ایهود باراک وايي پر ایران باندې بندیزونه به ونشي کړی چې دغه هیواد له اټومي وسلو جوړولو منع کړي.

باراک دغه راز خبردارۍ ورکړی چې که د حزب الله ډله پر اسرایلو خپلې راکټي حملې بندې نه کړي نو هیواد به يې پر دغې وسله والې ډلې مستقیم برید وکړي.

ټاکل شوې چې د اسرایلو ددفاع وزیر له خپل امریکايي سیال د بهرنیو چارو له وزیرې او نورو امریکايي پوځي مقاماتو سره کتنه وکړي.

د اسرایلو ددفاع وزیر ویلي د ایران د اټومي پروګرام په اړه واشنګټن او تلبیب یو شان اندیښنه لري او هغه داچې ایران د اټومي وسلو د جوړولو په تکل کې دی خو د ایهود باراک په وینا د ایران پر وړاندې د چلند په څرنګوالي ،او د راتلونکو ګامونو د نیټې د ټاکلو په اړه د امریکا او د اسرایلو په دریځونو کې توپیر موجود دی.

په داسې حال کې چې امریکا او لویدیځ متحدان يې اندیښنه لري چې ایران غواړي اټومي وسلې جوړې کړي ،د ایران حکومت له خپل لوري ټینګار کوي چې اټومي پروګرام يې د انرژۍ د تولید او سولئیزو اهد افو لپاره دی .
XS
SM
MD
LG