د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۵۶

ایران د اروپايي ټولنې تازه بندیزونه ایرانیانو سره دښمني بللې


د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند رامین مهمان پرست
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند رامین مهمان پرست

ایران وايي پر دغه هیواد باندې د اروپايي ټولنې لخوا اضافي بندیزونه به د تهران د اټومي پروګرام د حل کولو هڅي نورې هم ستونزمنې کړي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند رامین مهمان پرست د سه شنبې په ورځ وویل دا بندیزونه به نه د ایران د اټومي پروګرام په اړه د خبرو اترو له پروسې سره مرسته وکړي ، او نه به هم د هغه په وینا د اټومي ټکنالوژۍ د ترلاسه کولو لپاره ددغه هیواد د خلکو قانوني غوښتنه بدله کړي.

نوموړي وویل د اروپايي ټولنې دا ګام د ایران له ولس سره ددغې اتحاديې د دښمنۍ بله نښه ده او خبردارۍ يې ورکړ چې ددغو بندیزونو طراحانو لپاره به دا پریکړه منفي پایلي ولري.

اروپايي ټولنې د دوشنبې په ورځ په برسلز کې پر تهران باندې د ملګرو ملتونو د بندیزونو سربیره نور تحریمونه وضعه کړه.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ګویدو ویستیویلې د اروپايي ټولنې لخوا پر ایران باندې د اضافي بندیزونو د اعلانولو پر مهال وویل:

((یقیناً دا بندیزونه د هغو هیوادونو په ګټه نه دي چې له ایران سره د صادراتو چارې لري .دا زمونږ لپاره هم ښه نه دي خو دا به تر هر څه بد تره وي چې ایران پریښودل شي څو اټومي وسلې ترلاسه کړي.هغه کسان چې پر ایران باندې ددې بندیزونو نتیجې ته ګوري تر دې اخوا نظر نه کوي چې که ایران اټومي وسلې ولري بیا به څه کیږي.))

د اروپايي ټولنې دا بندیزونه تر زیاته حده د ایران د انرژۍ او بار وړولو سکتور په نښه کوي.

ددغو بندیزونو له مخې په اروپايي هیوادونو کې به د ایراني بانکونو چارې څارل کیږي دغه راز په بندیزونو کې راغلي چې له ۴۰۰۰۰یورو څخه د زیاتو پیسو ویستلو لپاره باید هر کس د حکومت موافقه په لاس کې ولري.

په عین حال کې د روسې د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې پر ایران د اروپايي ټولنې بندیزونه غندلي دي .

روسي ویلي دغه هیواد پر ایران د هغو بندیزونو مخالفت کوي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له چوکاټ څخه بهر لګول کیږي.

اوس لویه پوښتنه دا ده چې ایا دغه نوي بندیزونه به ایران دې ته اړ کړي چې د یورانیمو له غني کولو لاس واخلي او یا به تهران په خپل پخواني دریځ ولاړ پاتي وي ؟

خو د کتونکو په وینا د نويو بندیزونو په وړاندې د ایران فوري عکس العمل ښيي چې ددغه هیواد د اټومي پروګرام په اړه د خبرو اترو لپاره هیلې لږې دي.
XS
SM
MD
LG