د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۱۰

بريتانيا د كابل كنفرانس له پريكړو ملاتړ كوي


په كابل كې د بريتانيې سفير ويليم پيټي
په كابل كې د بريتانيې سفير ويليم پيټي

په افغانستان كې د بريتانېې سفير وايي چې د كابل په نړېوال كنفرانس كې له شوو پريكړو دوى ملاتړ كوي او د نړېوالو مرستو د لګښت او افغان ځواكونو ته د امنيتي مسووليتونو د سپارلو په برخه کې د افغان حکومت د طرحې سره موافق دي.

وروسته ترهغې چې د كابل د نړېوال كنفرانس له پريكړو څخه بېلابېلو هېوادونو ملاتړ څرګند كړ په كابل كې د بريتانيې سفير وايي چې افغان حكومت اوس د دې جوګه شوى چې د بيارغونې په برخه كې د نړېوالو مرستو په سلو كې پنځوس ولګوي.

په كابل كې د بريتانيې سفير ويليم پيټي د سې شنبې په ورځ په يوه خبري كنفرانس كې وويل چې افغان حكومت د اداري فساد په وړاندې ټينګه مبارزه پيل كړې او نړېواله ټولنه په دې برخه كې ورسره هر اړخيزه مرسته كوي.

د ښاغلي پيټي په خبره دوى او نړېواله ټولنه د افغان حكومت له لارې د نړېوالو مرستو د نيمايي برخې د لګولو لپاره د شفافيت ترڅنګ ځينې نور مهم شرايط هم لري خو تر ډيره اوس ډاډه دي چې دا مرستې به افغان دولت په ښه توګه مصرف كړي:

"ما د ماليې له وزير سره پرون د شفافيت د رامنځ ته كولو لپاره د دوى د پلان په اړه خبرې وكړې.

موږ ډاډمن يو چې همدا سې به وشي. موږ په دې باور يو چې د افغانستان د ښې راتلونكې لپاره به دا مناسبه وي چې زموږ مرستې د افغان دولت له لارې ولګيږي. دا هغه څه دي چې د افغانستان خلك يې غواړي او دا زموږ هدف هم دى."

دا په داسې حال كې ده چې افغان حكومتي چارواكي وايي چې تر اوسه له نړېوالو مرستو څخه يوازې په سلو كې شل دوى ته وركړل شوي او پاتې اتيا فيصده يې په دې هېواد كې د نړېوالو موسسو له خوا لګول شوي دي.

په كابل كې د بريتانيې سفير وويل، چې د افغان دولت له خوا د كابل په نړېوال كنفرانس كې د دې هېواد د پراختيا او ودې لپاره وړاندې شوې طرحې مهمې وې او بريتانيا ورڅخه په ټينګه ملاتړاو د عملي كېدو لپاره يې له افغان حكومت سره همكاري كوي.

ويليم پيټي څرګنده كړه چې افغان ځواكونه ډير پياوړي شوي او دوى به له نړېوالې ټولنې سره د دې ځواكونو د لا پياوړي كولو او تجهيزولو لپاره خپلو مرستو ته دوام وركړي ترڅو وتوانيږي څلور كاله وروسته په افغانستان كې د امنيت ساتنې مسووليت په بشپړه توګه واخلي:

"د امنيت سپارل خو اوس ممكن نه دي، زه فكر كوم چې په دې برخه كې افغان ملي ځواكونو پياوړي كېدو ته اړتيا ده، تر څو تر ۲۰۱۴ كال پورې په ټول هېواد كې د امنيت د مسئوليت اخيستلو جوګه شي.

زه فكر كوم چې د ۲۰۱۴ كال د نېټې ټاكنه پر واقعيت ولاړه ده، دې ته په خپله افغانان ډير ژمن دي، همدا راز د نړېوالې ټولنې ژمنه هم ورسره چې له پروسې نه ملاتړ وكړي."

د افغان حكومت په دولتي ادارو باندې د ډير فساد د موجوديت له امله زيات انتقادونه كيږي او همدې ستونزې ته په كتو سره ويل كيږي چې افغان دولت نه شي كولاى د نړېوالو مرستو په سلو كې پنځوس په پوره شفافيت د بيارغونې په برخه كې ولګوي.

افغان حكومت هم په دولتي ادارو كې د فساد له موجوديت څخه سترګې نه پټوي خو وايي چې فساد تر ډيره خلكو ته د خدمتونو په وړاندې كولو كې دى نه د نړېوالو مرستو د لګولو په برخه كې.

حكومتي چارواكي دغه راز وايي، چې ډير فساد په هغو مرستو كې دى چې نړېواله ټولنه يې د نړېوالو موسسو له لارې په افغانستان كې مصرفوي اوهيڅ ډول حساب هم ورڅخه نه اخيستل كيږي.
XS
SM
MD
LG