د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۳۸

شنبې د زمري ۲یمه


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د سولې د عالي شورا د جوړېدو او د کابل نړېوال کنفرانس په اړه مطالب لیکلي دي. ورځپاڼه لیکي چې د سولې بیرغ دې د داسي چا په لاس کې ورکړل شي، چې تر اوسه یې د جګړې توره په لاس نه وي اخیستلې.

ویسا:

ويسا ورځپاڼې د سولې د عالي شورا په جوړېدو بصره كړې او هغه يې له وسلوالو مخالفينو سره د خبرو اترو لپاره وروستى فرصت بللى.

ويسا په خپلې سرمقالې كې ليكلي دي، د روانې جګړې د پاى ته رسولو لپاره د سولې ملي مشورتي جرګه او د سولې عالي شورا مهم ګام دى خو كه د سولې بيرغ د داسې چا په لاس كې وي، چې تراوسه يې د جګړې توره په لاس كې نيولې وه نو دا خو پر سولې او تفاهم له ملنډو پرته بل مفهوم نه لري.

ويسا ليكلي، چې د سولې لپاره روانې هلې ځلې چې تر څو ملي نشي او د عام ولس ملاتړ يې تر شا نه وي هره شيبه ناكاميداى شي او ولسي ملاتړ هغه مهال ترلاسه كولاى شي، چې په ريښتينې معنی د خلكو د ګټو ساتوونكي په كې راټول شي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې خپله سرمقاله د سولې عالي شورا او د پخلاينې برخليك تر سرليك لاندې ليكلې. هېواد ليكلي چې د دې شورا برياليتوب د هغې د جوړښت پر څرنګوالي پورې اړه لري.

ورځپاڼې ليكلي چې په دې شورا كې بايد داسې كسان راټول شي، چې پر سولې او پخلاينې باور ولري، د تيرو لسيزو په جګړو كې يې د هيڅ لوري ننګه او ملاتړ نه وي كړي او د بشري ضد جنايتونو په سرته رسولو تورن نه وي.

اراده:

ارادې ورځپاڼې د كابل نړيوال كنفرانس د پريكړو په اړه تبصره كړې او ليكلي يې دي، له دې كنفرانس او له افغانستان سره د نړيوالو د ژمنې له تازه كيدو وروسته اوس د دې وخت راغلى، چې افغان چارواكي په هغو ښو خبرو چې په دې كنفرانس كې وشوې عمل وكړي.

په مطلب كې راغلي، په راتلونكو څو كلونو كې افغان ځواكونو ته د امنيت سپارل او له پنځوسو فيصدو ډيرې مرستې د افغان دولت له لارې لګيدل د دې كنفرانس له مهمو پريكړو څخه دي خو په تيرو څو كلونو كې په دې برخه كې داسې څه اقدمات نه دي شوي چې د نړيوالو او افغانانو باور ترلاسه كړي.

د ارادې سرمقاله هم په همدې اړه ده او پوښتلي يې دي، ايا تر ۲۰۱۴ كال پورې به د امنيتي ځواكونو نيمګړتياوې له منځه ولاړې شي؟

د سرمقالې د ليكوال په باور په تيرو نهو كلونو كې چې د افغان ځواكونو نيمګړتياوې له منځه ولاړې نشوې او په پوره توګه تجهيز نه شول، نو په راتلونكو درې كلونو كې د دې كار ترسره كول ستونزمن ښكاري.

راه نجات:

راه نجات ورځپاڼې د امريكا له خوا د طالبانو په ځينو مشرانو د مالي بنديزونو لګولو په اړه يوه مقاله خپره كړې او د دې بنديزونو په اغيزو يې تبصره كړې.

په مطلب كې راغلي دا اقدام ښايي له پاكستان سره د امريكا د اړيكو د خرابيدو سبب شي او له وسلوالو طالبانو سره د افغان دولت د روغې جوړې پر روان بهيرهم منفي اغيزه وكړي.

خدمتګار ورځباڼې په خپلې سرمقالې كې د امريكا له خوا د طالبانو په ځينو مشرانو د مالي بنديزونو لګول د ترهګرۍ پر ضد جګړې كې يو نمايشي حركت بللى.

په سرمقالې كې راغلي، چې د طالبانو د درېيو مشرانو پر شتمنيو بنديزونه به دوى پر هڅو چندانې اغيز ونه كړي ځكه چې طالبان به دغه درې كسان په درېيو نورو سره عوض كړي او دوى ته به د نورو نويو چينلونو له لارې مالي مرستې ته ادامه وركړي.

خدمتګار:

خدمتګار ليكلي، د ترهګرۍ پر ضد جګړې كې د امريكا غټه نيمګړيتا د اساسي او بنسټيزو اقداماتو پر ځاى د كمزورو او نمايشي اقداماتو ترسره كول دي.

ورځپاڼې په يوه بل مطلب كې په افغانستان كې د سيمه يېزو دفاع په نوم د نوي ځواك پر رامنځ ته كېدو تبصره كړې او ليكلي يې دي، دغه ځواك ښايي د دې سبب شي چې وسلوال طالبان د خلكو ملاتړ له لاسه وركړي.
XS
SM
MD
LG