د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۱

څيړونكي:په افغانستان كې سوله او د وسله والو د جذب پروګرام به د عراق په څیرنه وي


په ټولنې کی عادی ژوند ته د وسله والو جذبول د افغانستان د سولې د ستراتیژۍ مهمه برخه ده او د دې ستراتیژۍ په عملي کېدو سره به د ولسمشر حامد کرزي د حکومت هغه چارواکي چې په اداري فساد کې په لاس درلودلو او د بشري حقونو په سرغړونو محکوم شوى، سزا هم وویني، خو د څیړونکو په وینا، د افغانستان د سولې او د وسله والو د جذب پروګرام به د عراق په څیر نه وي.

په افغانستان کې عادي ژوند ته د وسله والو د جذبولو پروګرام د عراق له پروګرام سره توپیر ولري، په عراق کې امریکایانو، وسله والو ته پیسې ورکولې چې د خپلو ټوپکو شپیلۍ دې د نورو وسله والو لورې ته واړوي.

په افغانستان کې پالیسي داسې ده، چې وسله والو ته به سمدستي پیسې یا انعامونه نه ورکول کیږي او دغه راز به سم له واره د امنیتي ځواکونو په لیکو کې هم نه شاملیږي.

وسله وال به خپله منظمه او تفصیلي بیوګرافي یا معلومات برابروي او وسلې به یي راجستر کیږي خو ضبطیږي به نه.

دغه راز به دواړه لورې د اوږدې مودې جګړو په جریان کې د خپلو اعمالو ځواب ووایي، دا پالیسي په جنوبي افریقا کې د اپارتایید له ختمېدو وروسته، د حقیقت میندني او پخلایینې د کمیسیون د کارونو له څیړنې وروسته غوره شوی ده.

د پالیسۍ په اساس کې چیرې کوم افغان دولتي چارواکي مجرم وپیژندل شي نوممکن محاکمه شي.
د افغانستان د پخلاینې دا پروګرام اصلا انګلیس جنرال سر ګرام لیمب طرحه کړې او وروسته یوه افغان او نړېوال ګډ ټیم، تنظیم اوولسمشر کرزي ته ورکړی دی. ولسمشر کرزي دا پروګرام، امریکا ته د خپل وروستي سفر په جریان کې په سپینې ماڼۍ هم تایید کړ.

انډپنډنټ ورځپاڼه لیکي: له طالبانو سره د سولې مسله د کابل په کنفرنس کې هم یاده شوه، نړېواله ټولنه به له دې پروګرام سره د ۱۸۰ میلونو ډالرو مرسته وکړي.

متحده ایالات به سل میلونه ډالره، جاپان به پنځوس میلونه او انګلستان به ۷ میلونه ډالره مرسته وکړي.

د سولې د عملیې څارونکي ډله چې د سولې عالي شوری نومیږي، د جولاى په ۲۷ مه به له ولسمشر حامد کرزي سره وګوري او دا به یي لومړنۍ غونډه هم وي.

جنرال ډیویډ پیتریاس چې په عراق کې د وسله والو د جذبولو د پروګرام طرحه کوونکي او عملي کوونکی و، دا مهال په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو قوماندان دی. دی وایي، د افغانستان د سولې او پخلاینې د پالیسۍ او پروګرام ملاتړ کوي.

انګلیس جنرال فیل جونز چې د سولې په عملیې کې له افغان حکومت سره مرسته کويٍ، وایي:

(دا یو افغاني پروګرام دی، د پیسو په واسطه د وسله والو رانیول په دې پروګرام کې هیڅ نه دي شامل.

د پیسو ورکول به یو موقتي حل وي او د افغانستان د پروګرام لپاره کار نه ورکوي. کوم وسله وال چې افغاني ټولنې کې جذبیږي سمدستي باید مادي امتیازات ورنه کول شي.

دوي باید له هغې سوکالۍ او سعادت څخه ګټه واخلي چې د سولې په برکت د خلکو په برخه کیږي او وسله وال باید چې په عزت او ابرومند ډول په ټولنې کې جذب شي.)

ورځپاڼه لیکي: په بغلان کې د ګلبدین د حزب اسلامي ۵۶ وسله وال له حکومت سره یو ځای شوي او دا مهال په ارامو او امنو کورونو کې ژوند کوي. په هلمند ولایت کې هم له دولت سره د وسله والو یو ځای کېدل دوام لري.

انګلیس جنرال جونز وایي، په افغانستان کې د حکومتي چارواکو محاکمه کول او عدلات ته راښکل به اسانه هم نه وي، خو حقیقت دادی چې ځینو چارواکو د خلکو بې احترامی او سپکاوی کړی دی.

انګلیس جنرال وایي، د افغانستان په هرې سېمې کې مختلف شکایتونه شته او خلکو ته به فرصت برابر شي چې د خبرو له لارې یي رابرسېره او له شخړو پرته خپل مخالفتونه حل کړي.
XS
SM
MD
LG