د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۷

۵۰۰ میلیونه خلک د فېس بوک انټرنټ پاڼه کاوري


فېس بوک په انګلیسي ژبې خپل کار پیل کړ او او تقریباً په هره ژبه کارول کیږي
فېس بوک په انګلیسي ژبې خپل کار پیل کړ او او تقریباً په هره ژبه کارول کیږي

د انټرنېټ له مشهورې شبکې فېس بوک څخه د کاراخیستونکو خلکو شمېر په روانه اونۍ کې ۵۰۰ میلیونه ته ورسېد. فېس بوک چې ژبه یې مخکې یوازې انګلیسي وه، اوس په نورو ژبو هم کار کوي.

هغه خلک چې سروکار یې له انټرنېټ سره دی، ډېر ښه پوهېږي چې فیس بوک د انټرنیټ په نړۍ کې د خلکو د تماس او پېژندنې تر ټولو پراخه شبکه ده.

د چنګاښ په دېرشمه چې د جولای له ۲۱مې سره برابره ده، د دې کمپنۍ چارواکو اعلان وکړ، چې د کاروونکو شمېر یې ۵۰۰ میلیونه ته ورسېد. د دې معنا دا ده چې د نړۍ د وګړو په هرو ۱۴ کسانو کې یو، په دې شبکه کې غړیتوب لري.

فیس بوک دا بریالیتوب په یوازې شپږو کلونو کې ترلاسه کړ او دا ثابتوي چې خلک څومره له خپلو دوستانو او خپلوانو سره له تماس او له نورو په زړه پورې امکاناتو څخه خوند اخلي.

فیس بوک په انګلیسي ژبه پیل شو، خو په دې وروستیو کې یې په نورو ژبو او له هغې ډلې په پښتو، فارسي او عربي ژبو هم فعالیت پیل کړی.

په افغانستان کې د هغو ځوانانو شمېر کم نه دی، چې د فېس بوک له لارې له خپلو دوستانو او خپلوانو سره تماس نیسي.

په عربي ژبه د فیس بوک پاڼه د تېرکال په مارچ میاشت کې پیل شوه او څو میاشتې وروسته یې په عراق کې د کاروونکو شمېر د انټرنیټ له خراب حالت او د بریښنا له پرچاویو سره سره په سلو کې سل زیات شو.

په روسیه کې هم وروسته له دې چې دا شبکه په روسي ژبه پیل شوه په ډېرې چټکۍ سره یې مینه وال وموندل او په ایران کې بیا په تېره د تېرکال د جون د میاشتې له انتخاباتو وروسته فېس بوک او د خلکو د تماس بله شبکه ټویټر د مظاهرو او اعتراضونو لپاره د حکومت د مخالف غورځنګ د هڅو ډګر شو او په دې ترڅ کې خلکو د مظاهرو تصویرونه، د مظاهرو د ګډونوالو ویناوې او د موبایل ټلفون د کمرو په وسیله اخیستل شوي ویډیويي تصاویر د خلکو د استفادې لپاره وړاندې کړل.

خلک او ځوانان خو پرېږده چې په دې وروستیو کې د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي هم په ټویټر کې غړیتوب ترلاسه کړی.

پر دې سربېره د بېلابېلو هېوادونو هنرمندان، سوداګر او حتی سیاسي ډلې د فېس بوک له لارې له خلکو سره اړیکي ټينګوي.

د فېس بوک چلوونکي وايي، چې په متوسط ډول هر کاروونکی په میاشت کې ۲۳ ساعته او شل دقیقې د دې انټرنېټي شبکې له لارې له خپلو دوستانو او خپلوانو سره تماس ټینګوي.
XS
SM
MD
LG