د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۲۵

جمعه د جولای 23مه


د بهرنیو اړیکو د شورا نشریه تردی عنوان لاندې چې د چارو کلی کابل ته وسپارﺉ لیکي، د افغانستان جمهور رییس حامد کرزی له مودې راهیسې دا هیله درلوده، چې د افغانستان د چارو کنټرول خپله افغانانو ته وسپارل شي.

دوه کاله مخکې ده ویلی وو، چې افغانستان له بل هرڅه نه زیات دې ته اړتیا لري، چی چاری یې افغاني کړای شي، په دې معنی چې کورنۍ چارې لکه امنیت خپله افغانانو ته وسپارل شي.

نشریه لیکي، چې کرزی اوس خپله دغه غوښتنه بیا تکراروي او اوریدونکو داځل دغه خبره ورسره ومنله. خو پوښتنه دا ده چې آیا افغانستان اوس کولای شي، خپلې ټولې چارې په خپله ترسره کړي او آیا د امریکا په مشرۍ نړیواله ټولنه حاضره ده، چې د چارو واګی افغانانو ته وسپاري؟

د بهرنیو اړیکو نشریه لیکي، چې مرستندوی هېوادونو افغان ځواکونو ته تر۲۰۱۴ کاله پورې د ټول هېواد د امنیت د سپارلو او د روان کال په پای کې د ځینو مسوولیتونو د سپارلو پلان تصویب کړ.

مقصد دا دی، چی دغه اقدام هغه اندیښنې چې په لویدیځو هېوادونو کې د افغانستان د جنګ په اړه دي کمې کړي.

خو داچې کله به افغانستان د دې جوګه شي، چې د امنیت ټولې چارې په خپله په غاړه واخلي دا پوښتنه په ځای پاتې ده.

نشریه لیکي، چې د امنیت مساله کیدای شي ترډېره حده د حکومت دارۍ موضوع پورې تړلې وې.

دا ځکه چې د افغانستان د یوولسوملیارډو ډالرو بودجې اکثره برخه نړیوال کومکونه برابروي، دغه هېواد به د اوږدو کلونو لپاره بهرنیو مرستو ته اړ وي او هغه هم په داسې حال کې چې رشوت او زورزیاتی اوج ته رسیدلی او په حکومت باندې د خلکو باور کمزوری شوی دی.

کرسچین ساینس مونیټور:

دغه راز کرسچین ساینس مونیټور امریکایي ورځپاڼې هم افغان ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو د سپارلو د ستونزو په اړه یوه تحلیلي مقاله خپره کړې ده.

ورځپاڼه لیکي، چې جمهور رییس کرزي د سې شنبې په ورځ وویل، چې افغانستان تیار دی، چې تر۲۰۱۴ کاله پورې ټول امنیتي مسوولیتونه په غاړه واخلي.

خو په افغان ځواکونو وروستي بریدونه، د عسکرو کم سواد او په امنیتي ځواکونو کې د وسله والوطالبانو نفوذ څرګندوي، چې د دغه هدف ترسره کول څومره مشکل کار دی.

کریسچین ساینس مونیټور ورځپاڼې د مقالی په پای کې په واشنګټن کې د ستراتیژیکو او نړیوالو څېړنو د مرکز د یوه کارپوه انټوني کارډسمن دا خبره رااخسیتې چې وايي، په دې هکله چې افغان امنیتي ځواکونه له ۲۰۱۱ کاله روسته امنیتي مسوولیتونه په غاړه اخلي ډیرې پوښتنې شته.

کارډسمن وایي، په تیرو اتوکلونو کې ډیرې ترخې ستراتیژیکي تیروتنې شوي دي. یوه داچې په دې هکله یو کامل نظر نشته چې افغان ځواکونه څه ته اړتیا لري ترڅو یو موثر شریک وګڼل شي.

دی وایي، چې تر ۲۰۰۹ کاله پورې هم افغان ځواکونو ته د یو پوره محاربوي شریک په سترګه نه دي کتل شوي او په عملیاتو کې ترې کار اخیستل شوی دی.
XS
SM
MD
LG