افغانستان ته د پورونو د بخښلو د هڅو په لړ كې امريكا هم خپل ټول پور دې هېواد ته وباښه او كوښښ كيږي چې نورهېوادونه هم خپل پورونه افغانستان ته وبخښي.
د امريكا له خوا د يو سلو اته مليونه ډالره پور د بخښلو تړون د پنجشنبې په ورځ په كابل كې د امريكا د سفيراو د افغانستان د ماليې د وزير ترمنځ لاسليك شو.
په كابل كې د امريكا سفير كارل ايكن بيري وويل، چې له دغو پيسو څخه به افغان دولت د بيارغونې د پروژو په تطبيق او د بې وزلۍ د له منځه وړلو په برخه كې ګټه واخلي:
"د پور بخښل به په افغانستان كې د فقر د كمولو له پروګرام سره مرسته وكړي دا پيسې به د افغانستان دولت ددې جوګه كړي چې د روغتيا او پوهنې برخو ته لا پاملرنه وكړي او دا پيسې پرې ولګوي له دې سره به د خلكو په ژوند كې بدلون هم راشي."
امريكا دا يوسلو اته مليونه ډالره په شپيتمه او اويايمه لمريزه لسيزه كې افغانستان ته د پور په توګه وركړي وو او دا پور تر اوسه په دې هېواد پاتې وو، په كابل كې د امريكا سفير څرګنده كړه چې دا پور يې له افغانستان سره د مرستې او دوستۍ په خاطر وباښه.
په عين حال كې د افغانستان د ماليې وزير ډاكټرعمر زاخيلوال له امريكا څخه د دې پور د بخښنې له امله مننه وكړه او ويي ويل، چې د امريكا له خوا د پوربخښل د دې هېواد لپاره ډير ارزښت لري او د بيارغونې په بېلابېلوبرخو كې به ورڅخه ګټه پورته شي:
"له نيكه مرغه موږ نن كولاى شو دغه پيسې د پور پرځاى په مهمو خدماتي او ملي برخو كې ولګوو، موږ د امريكا له متحده ايالاتوڅخه د ټولو مرستو او ددې پور د بخښلو له امله ډير خوښ يو."
افغانستان په تېرو ديرشو كلونو كې د جنګونو له امله د نړۍ له بېلابېلوهېوادونو څخه كابو يوولس ميليارده ډالره پوروړى شوى وو، چې ډيره برخه يې د پخواني شوروي اتحاد پورونه وو.
كه څه هم د روسيې په ګډون د نړۍ بېلابېلوهېوادونو خپل شپږ نوي فيصده پورونه دې هېواد ته بخښلې خو اوس هم افغانستان له يو شمېرهېوادونو څخه مليونونه ډالره پوروړې دي.
د افغانستان د ماليې وزارت وايي، چې د نړېوال بانك او د پيسو د وجهي صندوق په مرسته هڅه كيږي، چې پاتې هېوادونه هم خپل پورونه دې هېواد ته وبخښي او افغان دولت له دغو پيسو څخه د افغانستان په بيارغونه او پرمختګ كې ګټه واخلي.