د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۸

افغان چارواكي وايي، مرسته شوي پيسې ۸۰ فيصده د بهرنيانو له خوا لګول شوي


له تېرو څو كلونو راهيسې له افغانستان سره كابوڅلويښت ميليارد ډالره مرسته شوې، خو افغان دولت يي د بهرنيانو له خوا د لګولو له چارو څخه راضي نه بريښي. افغان چارواكي وايي، چې د دغو مرستو په سلو كې اتيا د بهرنيانو له خوا په پروژو لګول كيږي او په اړه يې حساب هم چاه ته نه وركول كيږي، خو يو شمېر افغان چارواكي په دې باور دي، چې كه دغه مرستې د افغان دولت له خوا ولګول شي، نوهم به يې كيفيت ښه وي او هم به يي حساب وركول كيږي.

نړېوالې ټولنې په تېرو نهو كلونو كې له افغانستان سره د بيارغونې په برخه كې مهمې مرستې كړي، خو په دې هېواد كې د نړېوالو له خوا د شوو مرستو د لګولو په څرنګوالي ډير انتقادونه موجود دي.

اداري فساد، ځانګړو سياسي هدفونو ته رسېدل، پر افغان دولت د نړېوالې ټولنې بې باوري، د نشه يي توكو كر او توليد، سيمه ايزې سيالۍ، د خصوصي سكتورنه پياوړي كول او داسې نورهغه شكايتونه دي، چې د كارپوهانو او خلكو له خوا كيږي.
مرسته شوې پيسې


له دې ټولو شكايتونو سره سره د افغانستان د ماليې وزارت د بيارغونې له روان بهير او د وګړو د عايد له لوړوالي څخه خوښ دى، خو وايې كه چېرې د دولت لارې د نړېوالو مرستو د لګولو فيصدي لوړه شي، نو د شوو مرستو د لګولو په اړه به څرګند ځوابونه لاس ته راشي.

خو يو شمېر اقتصادي كارپوهان بيا په دې باور دي، چې د نړېوالې ټولنې له خوا د مرسته شوېو پيسو د لګولو لپاره منظم ستراتيژيك پلان نه دى جوړ شوى.

د كابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد سيد مسعود وايي، چې د نړېوالو له خوا له دې هېواد سره شوې مرستې د پام وړ او ګټورې دي خو د ده په خبره د لګولو لپاره يې سم طرزالعمل موجود نه دى:

(هغه پيسې چې د افغانستان د خلكو لپاره مرسته شوي دي، د هغه د مصرف لارې ډيرې پيچلي دي، عمدتا د دې لامل د پيسو د مصرف په برخه كې د يوې تګ لارې او ستراتيژى نه موجوديت دى.
له بله پوله په افغانستان كې د سياسي او اقتصادي پروژو پلي كول دا معني وركوي چې، سياسي اهدافو ته زيات لومړيتوب وركړل شوى دى.)

د افغانستان د ماليې وزارت وايي، چې په تېرو كلونو كې نړېوالو له دې هېواد سره د بيارغونې په برخه كې كابو څلويښت ميليارده
ډالره مرسته كړې چې له دغو پيسو څخه يوازې شل فيصده دوى ته وركړل شوى او پاتې ۸۰ فيصده د مرسته كوونكو هېوادونو له خوا د نړېوالو موسسو په واسطه په دې هېواد كې لګول شوي دي.

په عين حال كې د افغانستان د اقتصاد وزارت وايي، كه افغان دولت ته د نړېوالو مرستو د لګولو ډيره فيصدي وركړل شي، نو د پروژو كيفيت به لوړ او حساب وركول به يې اسانه شي.

د افغانستان د اقتصاد وزارت مسلكي مرستيال نذير احمد شهيدي وايي، سره له دې چې بهرنيانو ويلي، چې د افغان دولت د نړېوالو مرستو د لګولو په چارو كې به د افغان دولت ونډه لوړه شي، خو تر اوسه دې ژمنې عملي بڼه نه ده غوره كړې.

بل لور ته ډير شمېر خلك په افغانستان كې د نړېوالو د مرستو د لګولو له څرنګوالي څخه نه دي خوښ او وايي چې كم كار په ډيرو پيسو ترسره شوى.

دوى څرګندوي چې ډېرې مرستې بيرته په يوه ډول بهرته ليږدول شوي خو لكه څنګه چې لازمه ده د دولت او نړېوالې ټولنې له خوا يې پوښتنه نه ده شوې.

يو شمېر نور بيا وايي، چې اداري فساد او په دولتي ادارو كې د ظرفيتونو كموالى يوه لويه او اساسي ستونزه ده.

دغه راز يو شمېر كارپوهان وايي، چې په دولتي ادارو كې پراخ اداري فساد او د نشه يي توكو كر او توليد ، افغان حكومت يي نړېوالې ټولنې ته بې باوره كړى دى.

د اقتصادي چارو كار پوه اذرخش حافظي ازادۍ راډيو ته وويل، كه چېرې نړېواله ټولنه مرسته شوې پيسې افغان دولت ته وسپاري، نو افغان دولت بايد د نړېوالې ټولنې اعتماد تر لاسه كړي.

افغان دولت په دې وروستيو كې په وار وار له نړېوالې ټولنې غوښتي چې له دې هېواد سره د مرسته شوو پيسو ډيره برخه د دولت له لارې ولګوي، ځكه چې د افغان دولتي چارواكو په باور د افغانستان په دولتي اداروكې اوس مهال كاري ظرفيت لوړ شوى.

افغان ولسمشر حامد كرزي هم د كابل په نړېوال كنفرانس كې، چې د ۷۰ هېوادونو او نړېوالو سازمانونو چارواكو او استازو په كې ګډون كړى وو، له نړېوالې ټولنې څخه وغوښتل، چې د خپلو مرستو ډيره برخه د افغان دولت له خوا په دې هېواد كې ولګوي:

(د نړېوالي ټولنې څخه غواړم، چې خپل مشاركت او همكاري ته د لاندنيو اصولو سره سم پراختيا وركړي:

لومړى، خوشحاله يو چې نړېواله ټولنه په مجموع كې او په خاصه توګه د امريكا هېواد دا ژمنه وكړه چې خپلې پنځوس په سلو كې مرستې تر دوو كلونو پورې د حكومت د بوديجې له لارې لګوي.

خو دا اړينه ده چې موږ د يوه مالي مديريت د سيسټم د جوړولو يوې موافقې ته ورسيږو څو په دې ډول سره د دولت له لارې د زياتو مرستو د لګولو شرايط مشخص شي.

د حكومت د نن ورځې سيسټمونه بنسټيزاو د ودې په حالت كې دي، موږ ژمن يو چې د نړېوالي ټولنې سره كار وكړو او هغوي ته دا اعتماد وركړو څو خپلې منابع د حكومت له لارې ولګوي.)

كه څه هم د كابل په نړېوال كنفرانس كې نړېوالې ټولنې د دولت غوښتنو ته مثبت ځواب ووايه او د ټولو هېوادونو او نړېوالو سازمانو استازو ژمنه وكړه، چې له افغان دولت سره به په پوره همغږۍ كار كوي، خو پوښتنه دا ده چې دغه ژمنې به څومره او څنګه د مرسته كوونكو هېوادونو او نړېوالې ټولنې له خوا عملي شي.

خبرياله : ماريا صديقي
XS
SM
MD
LG