د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۱۱:۰۱

منصوري:په پنځو ولايتونو كې د بيارغونې نهه پروژې پلي كوو


د افغانستان د كليو د پراختيا وزير جاراله منصوري وويل، په پام كې ده، چې په نږدې راتلونكې كې له دې څخه لويي لويې پروژې هم د خلكو د غوښتنو سره سمې ترتيب او پلانونه ورته جوړ كړي

د افغانستان د كليو د پراختيا وزارت پلان لري، چې د هېواد په پنځو ولايتونو كې د خلكو د اړتياو د پوره كولو په نيت د بيارغاونې ۹ پروژې پلي كړي، د دې پروژو تړونونه د پنجشنبې په ورځ په كابل كې د كليو د پراختيا د وزير او د يو شمېركورنيو ساختماني شركتونو له ريئسانو سره لاسليك شول. په پام كې ده، چې دا پروژې د خوست، دايكندي، جوزجان، كاپيسا، كونړ اوزابل په ولايتونو كې پلي او شاوخوا درې زره كورنۍ ترې ګټه واخلي.

د افغانستان په ولايتونواولېرې پرتوسيمو كې د بيارغاونى د پروژو د پلي كېدو په لړ كې د كليو د پراختيا وزارت غواړي چې د يوه نوي پلان له مخې، د هېواد په پنځو ولايتونو كې د خلكو د اړتياو سره سم يو شمېر نوي پروژې پلي كړي، دې پروژو ته څه باندې شپيته ميليونه افغانۍ ځانګړې شوي او شاوخوا درې زره كورنۍ به ورڅخه ګټه واخلي.

د دې پروژو تړونونه د پنجشنبې په ورځ د كليو د پراختيا د وزير او د يو شمېر كورنيو ساختماني شركتونو له مـسئولينو سره لاسليك شول.

د افغانستان د كليو د پراختيا وزير جاراله منصوري وويل، په پام كې ده، چې په نږدې راتلونكې كې له دې څخه لويي لويې پروژې هم د خلكو د غوښتنو سره سمې ترتيب او پلانونه ورته جوړ كړي:

"سره له دې چې، د بوديجې په تصويب كې ځنډ راغى، خو بيا هم موږ وكړاى شول د كال په لومړې ربع كې اوه سوه يو اويا پروژې پلي كړو،غواړو سږ كال ټوله بوديجه او كه نه د بوديجې زياته برخه پر پروژو ولګوو."

ښاغلي منصوري وويل، په دغو پروژو كې اوه، د اوبو رسولو او د تاسيساتو د رغولو دي چې لګښت يي د ماليي وزارت او د دوو نورو لګښت د هندوستان حكومت پرغاړه اخيستى او په يو كال كې به سرته ورسيږي.

د افغانستان د كليو د پراختيا وزير وويل، د روان لمريز كال په درې مياشتو كې يي د بيارغاونې څه باندې اوه سوه پروژې بشپړې كړي دي او هڅې كوي چې د كال تر پايه پورې د بوديجې ډيره برخه پر پروژو ولګوي:

"د كابل له كنفرانس څخه وروسته د سيمه ايزې انرژى ملي پروژه پېلوو، دا پروګرام د سيمه ايزى اقتصادي ودې ښه لامل دى، له دى سره به خلكو ته ډير كارونه په لاس ورشي."

سره له دې چې د كليو د پراختيا وزارت په ولايتونو او په تېره، په لېرې پرتو سيمو كې د بيارغاونې د پروژو د پيل او پلي كېدو خبرې كوي خو ډيرخلك د دغو پروژو د كار څخه نا خوښه او له كيفيت څخه يې شكايت كوي.

ځينې دا هم وايي، چې اوس هم داسې سيمې شته چې پروژو ته ډير ضرورت لري خو پروژې ورته پلان شوي نه دي او دوى د پروژو پر سيمه ايز توازن هم اعتراض كوي.

راپور : خان محمد(سيند)
XS
SM
MD
LG