د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۴

په كابل كې د عكاسۍ يو نندارتون پرانيستل شو


په كابل د كاڼاډا په مرسته دغه نندارتون چې د هندارې فرهنګي مركز په نوښت د كابل په بابر بڼ كې جوړ شوى دى د افغانانو د ژوند او كار د بېلابېلو اړخونو په لسګونه عكسونه په كې نندارې ته وړاندې شوې دي، دغه عكسونه د عكاسې د څه باندې ديرشو زده كوونكو له خوا اخيستل شوي چې د افغانستان په وړاندې د دوى د ليد لوري ښكارندويي كوي، ټاكل شوې چې دغه عكسونه د افغانستان په ولايتونو كې هم نندارې ته وړاندې شي.

دغه ننداتون چې د كابل په بابربڼ كې پرانيستل شوى دى د افغانستان د مركز او ولايتونو د اوسيدونكو د ژوند او كار د بېلابېلو اړخونو ښكارندويي كوي.

دغه په لسګونه عكسونه د څه باندې ديرشو افغان ځوانانو له خوا چې د عكاسۍ په برخه كې زده كړې كوي اخيستل شوي دي .

په كابل كې د كاناډا سفير ويليم كروز بي چې د پنجشنبې په ورځ يې د دغه ننداتون په پرانيسته كې ګډون كړى و وويل ، هېواد يې وياړې چې په فرهنګي برخو كې هم له افغانستان سره مرسته كوي:

(دغه د عكسونو ننداتون د ۳۲ افغان ځوانانو له خوا چې د عكاسۍ په برخه كې زده كړې كوي جوړ شوى دى، دغه عكسونه د افغانانو د ژوند او كار بېلابېلې خواوې معرفي كوي، افغانان ځوانان كولاى شي د دغې روزنيزې دورې په پاى ته رسولو سره د عكاسۍ په برخه كې ښه وځليږئ او ښې سوژې انتخاب كړي.)

هغو ځوانانو چې دغه عكسونه يې اخيستي دي د افغانستان بېلابېلو ولايتونو ته يې سفرونه كړې دى.

د كابل اونيزې مسوول چلونكي فهيم دشتي چې د دغه ننداتون په پرانيستنه كې يې د هندارې فرهنګي مركز په استازيتوب خبرې كولې وويل، چې دغه ننداتون به تر يوې مياشتې پورې د مينوالو پر مخ پرانيستى وي.

او دغه شان دغه عكسونه به د نندارې لپاره د افغانستان ولايتونو ته هم واستول شي، د دغه عكسونو يو اخيستونكي ازادۍ راډيو ته وويل:

(د دغه روزنيز كورس يو زده كوونكي وم، چې درې مياشتې مو زده كړې ولېدې، په دغه موده كې مو نظرې او عملي كار وكړ، دومره مو زده كړې چې د يو ازاد فوتو ژورناليست په توګه كار وكړو.)

د هندارې فرهنګې مركز د طالبانو د حكومت تر رانسكورېدلو وروسته په كار پيل وكړ چې په فرهنګې مسايلو او ځوانانو ته د عكاسۍ د هنر په برخه كې اسانتياوې برابروي.

تر دې د مخه هم د هندارې فرهنګي مركز چې مركز يې په پاريس كې دى د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو كې ورته ننداتونونه جوړ كړي دي.
XS
SM
MD
LG